پولیس وایي د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروت څخه نامعلومه وسله والو ۱۰ مزدوران تښتولي چې تعلق یې د پښتونخوا بیلابیلو سیمو سره دی.
د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د مزدورانو تښتولو دا پېښه د ګل یا دوشنبې په ورځ د لکي مروت د بیټني تحصیل په حسن خیل سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا تښتول شوؤ مزدورانو د سړکونو جوړولو یوې کمپنۍ سره کار کولو اؤ تېره ورځ دوي د تجوړۍ نه تر شادي خیل سیمې د سړک په جوړولو بوخت وؤ چې نامعلومه وسله والو د وسلې په زور وتښتول.
دغه سرچینې ډیوه ته ویلي چې په تښتول شوؤ مزدورانو کې د شاه زیب نومې تن تعلق د صوابۍ ، د زاهد چارسدې،د جنېد بنو،د علي حسن تیراه، دفرمان ګڼډا پور اؤ فرهاد،بنو اؤ د ثمران،سعید،غلام ،وقاص اؤ زمان تعلق د لکي مروت سیمې سره دی.
په سمدستي توګه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې ذمه واري پغاړه نه ده اخستې .
لکي مروت سیمه د تېرې څه مودې راهسې د سختې بدامنۍ او ناکرارۍ سره مخ ده او دغلته اکثره په امنیتي ځواکونو د وسله والو د بریدونو رپوټونه په مطبوعاتو کې مخې ته راځي چې ددغو بریدونو زياتره زمه وارۍ وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخلي.
د لکي مروت پولې د کرک، شمالي وزيرستان، ټانک، بنو، ډېره اسماعیل خان او پنجاب میانوالي ضلعې سره لګېدلې دي.
په دې وروستیو کې دپاکستان بیلا بیلو سیمو او په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده او وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې ور اړولو دعوې کوي.