دره آدم خیل: د جومات ترڅنګ حجره کې د نرښځیانو په نڅا پولیسو د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې

د خېبر پښتونخوا د کوهاټ ضلعې په دره ادم خیل سیمه کې د یوې ښادۍ په موقعه د جومات ترڅنګ حجره کې د نرښځیانو یا هیجړاګانو په ګډولو یا نڅولو ځایي پولیسو د ګڼ شمیر کسانو پرضد د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې ده.

د دره ادم خیل په یوه ولسي حجره کې ګډ شوي نرښځیان وایي، هغوي مسلمانان دي، یوازې په حجره کې یې نڅا کړې ده اؤ د مذهب د سپکاوي تصور هم نه شي کولی.

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو وایرل شوې وه چې په هکله یې دعوې شوې وې چې ګنې په دره ادم خیل سیمه کې ځېنو خلکو د جومات دننه هیجړاګان ګډ کړي دي.

په سوشل میډیا که چرته زیاتو فعالینو د جومات مخې ته د نڅا د پروګرام غندنه کړې ده نو هلته ګڼ شمیر فعالینو ویلي دي چې په قبایلي ضلعو کې اکثره حجره اؤ جومات یو ځای وي اؤ په جومات کې که خلک عبادت کوي نو په حجره کې ورځنۍ چارې ترسره کوي چې دا هیڅ نوې خبره نه ده.

د نرښځيانو د نڅا ددغه ویډیو د وایرل کیدو سره سم د دره ادم خیل پولیس په حرکت کې راغلي اؤ د ګل یا دوشنبې په ورځ یې د سیمې د دریوؤ معلومو اؤ ګڼو نورو نامعلومو کسانو پرضد د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې ده.

د دره ادم خیل تاڼې ایس ایچ او سدا خان وي او ای ډیوه ته ویلي مقدمه د هغه په مدعیت کې د دفعه 295 لاندې درج کړل شوې ده چې د پاکستان د قانون له مخې ددغې دفعې لاندې د جرم د ثابتېدو سزا تېزندي ده .

د پولیسو لخوا درج مقدمه کې ویل شوي چې په سوشل میډیا د خپرې شوې یوې ویډيو نه ورته معلومه شوې ده چې نرښځيان د جومات مخې ته ګډیږي اؤ په غیر مهذبه توګه د جومات سپکاوی کوي.ایف آی ار کې ویل شوي چې د نرښځيانو په دې عمل د ګڼو خلکو زړونه ازار شوي اؤ غم اؤ غصه پکې خوره شوې ده.

پولیسو په درج ایف آی ار کې ویلي چې د نڅا دا پروګرام د ډینګان شیلکي وال زرغن خیل سیمې د یو استوګن مهران د کوېژدنې په خوشحالۍ کې راجوړ کړی شوی ؤ.

پولیسو د جومات مخې ته په نڅا کولو دمهران ،د هغه دپلار اصل دین، غفران ولد سید انور اؤ د لسو نه تر دوولسو د نامعلومو کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

د دره ادم خیل تاڼې د پولیسو مشر یا ایس ایچ او سدا خان ډیوه ته ویلي تر ایف آی ار درج کېدو وروسته د پېښې پلټنې پېل شوې دي خو وایي لا په سمدستي توګه پولیسو څوک نه دي نیولي.

کله چې ډيوه دهغه نه پوښتنه وکړه چې ایا نرښځیان هم په دې مقدمه کې شامل دي نو هغه وویل د نامعلومه کسانو ذکر چې په ایف آی ار کې شوی نو هغه به په تفتیش کې معلومیږي چې څوک دي اؤ که هر چا د مذهب سپکاوی کړی وي نو د قانون منګولو ته به راکش کولی شي.

بل لوري ته په یاده پېښه کې ککړو نرښځیانو په ټولینزو رسنیو یوه وضاحتي ویډیو خپره کړې ده چې په هغې کې یې د خپلو نومونو ښودلو نه ډډه کړې ده خو ویلي یې دي چې هغوي مسلمانان دي اؤ کله یې هم په جومات کې دننه ګډا نه ده کړې.

دغو نرښځيانو نه چې کوم تن په ویډيو کې خبرې کوي نو هغه وایي دوي ګډا په یوه حجره کې کړې ده اؤ جومات د حجرې نه بیل ؤ ، حتی چې لاره اؤ دروازه یې هم بیله وه اؤ وایي چا شرارتاً دا ویډیو په زوم موډ کې جوړه کړې اؤ دوي یې هسې بدنام کړي دي.

په سوشل میډیا یوه بله ویډيو هم مخې ته راغلې چې پکې لیدل کیږي دوه کسان په هغه حجره کې ولاړ دي کومه کې چې د نڅا دغه پروګرام شوی ؤ اؤ هغوي خلکو ته د جومات اؤ حجرې توپیر ښایي .

دغه ویډیو کې هم چې کوم دوه کسان خبرې کوي هغوي هم خپله پېژندګلو نه په ډاګه کوي خو وایي چې په دره ادم خیل سیمه کې جومات د حجرې تر څنګ جوړ وي اؤ دوي د نڅا پروګرام په جومات کې نه بلکې په حجره کې کړی دی.

په سوشل میډیا ګڼ شمیر فعالینو د جومات مخې ته د نڅا دا عمل د مذهب د سپکاوي په نامه بللی خو ګڼو نورو بیا لیکلي چې په قبایلي سیمو کې اکثره حجره اؤ جومات په یو ځای وي اؤ په حجره کې که دنیاوي معاملات ترسره کیږي نو د حجرې په جومات کې بیا خلک خپل عبادات کوي.

د اپریدیان په نوم د فیس بک له یوې پاڼې نه پوسټ شوی دی چې د نرښځیانو د نڅا ددې ویډیوغندنه هغه څوک کوي چې قبایلي ژوند یې له نزدې هډو لیدلی نه دی.

دغه پاڼې نه لیکل شوي چې په دره ادم خیل اؤ هره قبایلي سیمه کې د همسایه ګانو یا کورنۍ د میملنو کېښنولو،سلا مشورې،ناستې ولاړې لپاره حجرې وی چې د هغو حجرو په یو ګوټ کې جومات هم وي اؤ بیا هم په دغو حجرو کې د غم ښادۍ اؤ نور مراسم هم کیږي اؤ بیا د لمانځه په وخت خلک پورته کیږي اؤ هم په هغه جومات کې نمونځ هم کوي .