سپريم کورټ پخواني پوځي آمر پروېز مشرف ته اورول شوې د مرګ سزا په ځای کړه

د پاکستان سپريم کورټ پخواني پوځي آمر پروېز مشرف ته اورول شوې د مرګ سزا په ځای کړه. د پروېز مشرف پرضد د غدارۍ مقدمه کې د جسټس وقار احمد سېټهـ په مشرۍ ځانګړي درې کسيزه عدالت د کال 2019م په 17م دسمبر د مرګ سزا اورولې وه.

د پاکستان د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ څلور کسيزه بنچ نن د شورو- چارشنبې په ورځ په متفقه توګه د پروېز مشرف اپيل خارج کړو، د لاهور هایکورټ هغه فېصله یې رد کړه، په کومه کې چې د مشرف د غدارۍ د قضيې اورېدنې دپاره ځانګړي عدالت ته غېر آييني ويل شوي او د ځانګړي عدالت فېصله یې غیرقانوني ګرځولې وه.

سپريم کورټ نن فېصله واوروله او د مشرف ضد د ځانګړي عدالت فېصله یې په ځای کړه. د پاکستان پوځ دې تازه فیصلې ته لا څه غبرګون نه دی ویلی.

د پروېز مشرف پرضد د ځانګړي عدالت د 2019م فېصله

د مشرف پرضد ځانګړي عدالت د ارټيکل شپږم لاندې د ملک سره د غدارۍ په جرم ثابتېدو هغه ته د مرګ سزا اورولې وه.

د ياد ځانګړي عدالت مشر جسټس وقار احمد سېټهـ د فېصلې په 66م پېراګراف کې ويلي وو چې "پروېز مشرف دې راوستی شي سزا دې ورته ورکړی شي او که هغه مړ تر لاسه شو هغه دې راښکل شي او د اسلام اباد په ډي چوک کې دې درې ورځې وځړول شي".

د لاهور هايکورټ فېصله

د کال 2020م په 13مه جنورۍ لاهور هايکورټ یاد ځانګړی عدالت لاقانونه ګرځولی وو، پروېز مشرف لاهور هايکورټ ته د ځانګړي عدالت د يادې فېصلې پرضد خواست کړی وو.

لاهور هايکورټ د ځانګړي عدالت جوړول غېر قانونه ګرځولي او ويلي يې وو چې د پخواني پوځي صدر پرضد د غدارۍ مقدمه هم د قانون ترمخه نه وه جوړه شوې.

د جسټس سيد مظاهرعلي اکبر نقوي، جسټس محمد اميربټي او جسټس چودري مسعود جهانګير په ګډه د لاهور هايکورټ بنچ د پروېز مشرف په خواستونو فېصله اورولې وه.

د مشرف پرضد فېصلې ته د پوځ د هغه وخت غبرګون

د پاکستان پوځ پروېز مشرف ته د اورول شوې مرګ د سزا فېصلې ته په غبرګون کې ويلي وو، پرویز مشرف د هېواد خدمت کړی او د هېواد د دفاع دپاره یې جنګونه کړي هغه غدار نه شي کېدلی.

پوځ ويلي وو، د خصوصي عدالت فېصلې د پوځ په صفونو کې "درد او غصه" راوپارولې ده.

پوځ زياته کړې وه پرویز مشرف د پوځ مشر وو او جنګونه یې کړي دي او هغه "یقیناً غدار نشي کېدلی".

پوځ د عدالت د فېصلې په اړوند ويلي وو، عدالت د اساسي قانون سرغړونه کړې ده او پرویز مشرف ته یې د دفاع موقع نه ده ورکړې او عدالت په خپل سر مقدمه سر ته رسولې او فیصله یې په "بېړه" کې کړې ده.

د پروېز مشرف پرضد د غدارۍ مقدمه

د کال 2007م د نومبر په مياشت کې پروېز مشرف په ملک کې بېړني حالت په ځای کړي، ايين يې معطل کړی، په رسنیو يې بندېز لګولی او د سترې محکمې ججان په کورونو کې نظر بند کړي وو.

د مسلم ليګ ن ډلې پخواني حکومت کې د پخواني پوځي آمر پروېز مشرف پرضد د درېم نومبر کال 2007م د اېمرجنسي لګولو او ايين ماتولو په تور کې د غدارۍ مقدمه جوړه کړی شوې وه.

پروېز مشرف په کال 1999م کې د نواز شریف حکومت نسکور کړی وو.

پروېز مشرف تېر کال مړ شوی

پخوانی پوځي آمر پرویز مشرف تېر کال د 2023 په پينځمه فرورۍ د ورپېښې ناروغۍ له امله په متحده عرب اماراتو کې د 79 کالو په عمر کې مړ شوی وو.

هغه د کال 2016م راهسې په دوبۍ کې وو، هغه وخت نوموړي ته دوبۍ ته د درملنې دپاره د تګ اجازت ورکړل شوی وو. مشرف هغه وخت په پاکستان کې ایین سره د غدارۍ مقدمې سره مخ وو.