د پاکستان د سپريم کورټ يو بل جج استعفا ورکړې - د ججانو د دې استعفاګانو وجه څه ده؟

د پاکستان د سترې محکمې يو بل جج پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ استعفا ورکړې، له دې وړاندې يو جج استعفا ورکړې وه چې د ملک صدر یې پرون استعفا منظوره کړه.

پرون جسټس اعجازالاحسن استعفا ورکړې. نوموړی د سپريم کورټ د وېب پاڼې ترمخه د چيف جسټس قاضي فايز عيسا وروسته په دويم نمبر سينير يا مشر جج وو، د رپورټونو ترمخه هغه به روان کال چیف جسټس جوړېدو.

په ټولنيزو رسنیو د جسټس اعجازالاحسن استعفا خپره شوې. نوموړي په کې د استعفا ورکولو علت دومره ښودلی چې "زه نور د پاکستان د سپريم کورټ د جج په حېث دنده يا کار جاري نه شم ساتلی."

د رپورټونو ترمخه د نوموړي استعفا د صدر ماڼۍ ته ترلاسه شوې ده.

د سپريم کورټ د ججانو د استعفاگانو وجه څه ده؟

جرنلسټ حسن ایوب چې په سپريم کورټ کې اورېدنې ګوري، وايي"د پاکستان د سپريم کورټ ججان د وړاندې نه وېشلي ښکارېده، اول به په قضيو کې بدل بدل ريمارکس مخې ته راتله، بيا د ججانو د بنچونو نه جدا کېدل پېل شو او بیا د جوډيشل ليکنو کې اختلافونه وليدل شو".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، "جسټس اعجاز الاحسن د سياسي نوعيت د قضيو اورېدونو دپاره جوړو بنچونو يا ججانو په ډله کې شامل پاتې شوی، بل دا چې ځينې داسې خبرونه دي چې په نوموړي تورونه دي چې په تېرو وختونو کې یې د پېسو ځينې مسلې وې او هغه مخې ته راتلې".

هغه زياته کړه، "په ججانو وړاندې بد وختونه راغلي لکه اوسني چيف جسټس قاضي فايز عيسا باندې تورونه لګېدلي خو ده استفعا نه وه ورکړې او دغه رنګ شوکت صديقي هم تورونو ته مخامخ شوی مقابله یې کړې وه، داسې پېښې کيږي دوی لرې کول کيږي نه، يا به دوی سپريم جوډيشل کونسل ته مخامخ کيږي او یا به استعفا ورکوي".

د نوموړي په خبره، "يو جج په خوشالۍ استفعا نه ورکوي، وړاندې په جسټس مظاهر علي اکبر نقوي هم داسې تورونه لګېدلي، او هغه په تورونو کې نه شو بچ کېدی هغه ګېر شوی وو ځکه هغه د څوکۍ څخه لرې کېدو نه وړاندې استعفا ورکړه چې د جج په حېث ټولې اسانتياوې ترلاسه کړي".

جسټس اعجازالاحسن د نواز شريف ضد پانامه قضيې اورېدونکو ججانو کې هم شامل وو.

د مسلم ليګ ن ګوند وياندې مريم اورنګزېب په يوه خبري غونډه کې تور لګولی، "جسټس اعجازالاحسن او جسټس مظاهر علي اکبر نقوي د نواز شريف پرضد سازشونو او پاکستان کې د ګرانۍ راوستو او اقتصاد د بربادۍ زمه وار دي".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلويتوب
جرنلسټ فخر دراني په اېکس (پخواني ټویټر) ويلي، "د عمران خان باقيات يو يو روان دي، جسټس مظاهر نقوي لاړو، جسټس اعجاز الاحسن هم مستعفي شو، که سبا د جنرل فېض حميد (آی اېس آی پخواني مشر) په حواله داسې کوم خبر راشي چې پرضد یې محکمانه کارروايي کيږي تاسو به حېرانېږئ".

حسن ايوب وايي، "جسټس اعجاز الاحسن او بل جج تل د پاکستان سهولت کاري کړې ده تل یې د عمران خان په حق کې خبرې کړي د خپلې څوکۍ تقدس یې په ځای نه وو ساتلی".

د سپريم کورټ کردار

د جسټس مظاهر نقوي پرضد په سپريم جوډيشل کونسل کې رېفرنس باندې اورېدنه کيږي په هغه د اثاثو يا شتمنيو په اړوند تورونه لګول شوي، نوموړي په خپله استعفا کې په ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د رپورټونو ترمخه، پرون د نوموړي ضد کارروايۍ په لړ کې د سپريم جوډيشل کونسل غونډه شوې، او اټارني جنرل د هغه استعفا وړاندې کړې او ويلي يې دي سپريم کورټ تېر کال يوه فېصله کړې وه چې يو جج استعفا ورکړي پرضد به یې کارروايي نه کيږي.

خو چيف جسټس قاضي فايز عيسا ویلي، "داسې نه شي کېدی چې يو جج د ټولې ادارې عزت تباه کړي او بيا استعفا ورکړي او سپريم کورټ پرې کارروايي ونه کړي".

پاکستاني مطبوعاتو کې په دې بحثونه روان دي چې دغو ججانو د تښېتې لاره خپله کړې ده.

حسن ايوب وايي، "په داسې کې چې په پلويتوب تورن ججان استعفاګانې ورکوي او ځي، په عدالت به د خلکو اعتماد سېوا کيږي چې بې طرفۍ لوري ته روان دی".