په چمن پوله بغیر د پاسپورټ د تګ راتګ د بندېدو پرضد پرلت په 88مه ورځ دوام لري

د افغانستان سره د چمن په پوله د زرګونو په شمېره کې خلک په پاسپورټ او ويزې د تګ راتګ د پاکستانۍ پرېکړې پرضد په احتجاجي پرلت ناست دي، وايي د غوښتنې منلو پورې به یې پرلت دوام لري.

د پاکستان حکومت د وړومبي نومبر څخه په چمن پوله د افغانستان سره تګ راتګ دپاره پاسپورټ او ویزه لازمي کړي، خو په چمن پوله د لغړي تاجر اتحاد غوښتنه کوي، پاکستان دې د سیمې د خلکو دپاره د چمن په پوله د افغانستان سره تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې پرېکړه واپس واخلي.

د پرلت د کمېټۍ وياند صادق اڅکزي وي او اې ډيوه ته وویل، "د پرلت یې نن 88مه ورځ ده، پرلت ناست دی، لارې بندې دي، انسانان په تکليف دي، يواځينۍ غوښتنه د پاسپورټ رژيم ده".

نوموړي وویل،"مونږ دا نه وايو چې د درست افغانستان خلک دې ځي راځي يا درست پاکستان دې ځي، مونږ مقامي خلک يا قبايل خلک چې ورته وايي، ځايي کاروبار او تجارت کوي، زمونږ محراب په افغانستان کې دی او صفونه مو چې دي هغه په پاکستان کې دي".

صادق اڅکزي زياته کړه، د پرلت له امله خواوشا د نهه پنځوسو (۵۹) ورځو راهسې د چمن په پوله د ټرانزټ او نورو مال وړونکو ګاډو تګ راتګ ودرېدلی، دواړو ملکونو ته په اربونو روپۍ تاوان اوړي، پاکستان کې رسنۍ دوی ته ځای نه ورکوي د دوی سمه خبره نه وړاندې کول کيږي چې دوی د پاسپورټ مخالف دي، مونږ يواځې د پولې سره جوختو خلکو خبره کوو".

هغه زياته کړه، څو ځله ورسره د حکومت په استازيتوب خبرې کړي خو چا ورسره سنجيده مذاکرات نه دي کړي ځکه دوی په پرلت ناست دي.

صادق وويل، "اوس پرلت کوونکو ته په پټه خوله کسان راځي او ورته وايي چې پرلت ختم کړي، خو مونږ یې داسې نه ختموو، که زمونږ غوښتنه نه اورېدل کيږي، د انتخاباتو نه بايکاټ کوو، او که پرلت کوونکو تشدد ته لاس واچولو زمه وار به یې حکومت وي".

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير جان اڅکزی وايي، دغه خلک حق لري چې احتجاج وکړي، وړاندې په پوله د پاسپورټ نه بغېر د تګ راتګ اجازه وه، "رياست دغه سهولت ورکړی وو خو اوس یې واخستو ځکه د امنیت مسله ده".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "مونږ غواړو چې د پاکستان پولې، د نړيوالې پولې تکريم او تقدس بحال شي، د ورځې شل زره (۲۰۰۰۰) کسان اوړي راوړي د هغو اسناد نه وي دا په دنیا کې يو ملک داسې نه شي کولی".

اڅکزي زیاته کړه، "پاکستان حق لري چې په خپلو پولو د خپلو قوانينو مطابق پرېکړې وکړي او خپلې ګټې په نظر کې وساتي، دا فېصله د پاکستان د ملي امنیت سره تړلې ده".

هغه وویل، "مونږ غواړو چې د تجارت د سمګلنګ يا قاچاق ماډل په قانوني ماډل بدل شي د خلکو د کاروبار دپاره چمن فري پورټ شي د خلکو تګ راتګ قانوني شي".

نوموړي وویل، د پرلت کوونکو سره زمونږ خبرې روانې دي خو د دوی ايجنډا خپله نه ده.

خو بل پلو ته پرلت کوونکي وايي د غوښتنې منلو پورې به یې پرلت دوام لري. د چمن پرلت ته وخت په وخت د سياسي ګوندونو مشران هم ورغلي او د دوی د غوښتنې ملاتړ یې کړی خو تراوسه دغه غوښتنه نه ده منل شوې.