پېښور سي ټي ډي: د داعش دوه ځانمرګي مو نیولي چې غوښتل یې په مولانا فضل الرحمان اؤ ایمل ولي بریدونه وکړي

په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد محکمې چارواکو دعوه کړې د داعش هغه دوه ځانمرګي یې نیولي دي چې غوښتل یې د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان اؤ د اې این پي صوبايي صدر ایمل ولي خان په نخښه کړي.

د ترهګرۍ ضد محمکمې د عملیاتو د څانګې مشر یا ایس ایس پي نجم الحسنین لیاقت رسنیو ته ویلي نیول شوؤ د داعش ترهګرو په افغانستان کې د ځانمرګي بریدونو روزنه ترلاسه کړې وه.

نجم الحسنین ویلي دغه ترهګر د استخباراتي معلوماتو په اساس شوؤ عملیاتو کې نیول شوي اؤ بیا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو د هغوي په ښودنه دوه ځانمرګي جیکټونه، درې لاسي بمونه او يوه تمانچه هم ترلاسه کړې ده.

د سي ټي ډي دغه چارواکي د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي د پيښور متنو ميرې نه د عادل په نوم یو ځانمرګی ترهګر نیول شوی ؤ اؤ بیا د هغه په ښوونه پولیسو د پېښور په اچیني سیمه کې عملیات کړي اؤ دغلته نه یې د طاهر خان په نوم د داعش یو بل ترهګر هم نیولی دی.

سي ټي ډي وایي دغو دواړو ترهګرو منلې ده چې غوښتل یې د جمعیت علماء اسلام په مشر مولانا فضل الرحمان اؤ د عوامي نیشنل پارټۍ په صوبایي مشر ایمل ولي خان ځانمرګي بریدونه وکړي.

د ښاغلي نجم الحسنین له مخې د نیول شوؤ ترهګرو په ښوونه د پېښور د اچیني سیمې سره نزدې د خېبر قبایلي ضلعې د پولې ترڅنګ په زمکه کې ښخ کړل شوي دوه لاسي بمونه اؤ دوه خودکش جیکټونه هم ترلاسه شوي چې وروسته بیا دغه چاودیدونکي مواد د بمونو شنډوونکې ډلې شنډ کړي دي.

هغه ویلي چې نیول شوؤ ترهګرو په مولانا فضل الرحمان د ځانمرګي برید کولو په خاطر په پېښور کې د مفتي محمود مرکز څارنه هم څو ځله کړې ده.

تر دې وړاندې د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمې په مولانا فضل الرحمان اؤ ایمل ولي خان د بریدونو کېدو یو خبرداری هم جاری کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ ترهګرو پلان جوړ کړی دی چې هغوي په نخښه کړي.

په مولانا فضل الرحمان اؤ د عوامي نیشنل ګوند په مشرانو په تېرو وختونو کې هم څو کرته بمي چاودنې اؤ ځانمرګي بریدونه شوي چې ددغو ګوندونو ګڼ شمیر فعالین پکې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

اسلام اباد کې د امنیتي چارو د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز (پيکس) شمېرې ښیي چې تېرکال ۲۰۲۳م کې په پاکستان کې په 29 ځانمرګو بريدونو کې 329 کسان وژل شوي او 582 ژوبل شوي دي.

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، خېبرپښتونخوا کې تر ټولو زيات 23 ځانمرګي بريدونه شوي، 254 کسان پکې وژل شوي او 512 ژوبل شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې او قبايلي ضلعو کې 77 ملکي خلک وژل شوي او په ځانمرګو بريدونو کې په وژل شوو 157 عسکر او اهلکارو کې 142 يواځې هم په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې وژل شوي دي.