د امریکې د مرکزي کمانډ اداره سېنټکام وایي، د شورو- چارشنبې په ماښام امریکایي ځواکونو یو ځل بیا د یمن په لوېدیځ کې د حوثي یاغیانو پر 14 میزایلو هوایي بریدونه کړي دي.
سېنټکام په خپل بیان کې ویلي، چې دا میزایل د ویشتل کېدو لپاره ډک شوي وو او "په سیمه کې د تجارتي بېړیو او د امریکې د سمندري کښتیو لپاره یو لوی خطر وو."
د حوثي یاغیانو ټیلیویژن «المسیره» پر خپل ټیلیګرام لیکلي چې په دغو بریدونو کې د «ذمار، الحديدة ، تعز، البيضاء او صعدة ولایتونه» په نخښه شوي دي.
د سېنټکام کمانډر جنرل مایکل ایریک کوریلا په بیان کې ویلي، "د ایران ملاتړ لرونکو حوثي ترهګرو اقدامات دوام لري چې نړیوال بېړۍ چلوونکي له خطر سره مخامخ کوي او په جنوبي سره سمندر او شاوخوا کې د تجارتي بېړیو په لارو کې خنډ پېښوي".
جنرل ایریک خبرداری ورکړی او وایي "موږ به د بېګناه بېړۍ چلوونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکوو او موږ به تل د خپلو خلکو ساتنه کوو".
دا په تېره یوه اوونۍ کې له برتانوي ځواکونو سره د ګډو عملیاتو په ګډون په یمن کې پر حوثي یاغیانو د امریکا څلورم ځل مخامخ حمله ده، چې په سره سمندر کې پر تجارتي بېړیو د دې ډلې د بریدونو او ورته خطر جوړولو په بدل کې یې کړي دي.
د پېنټاګان د مطبوعاتو سیکرټري مېجر جنرل پېټ رایډر د چارشنبې- شورو په ورځ خبریالانو ته وویل، امریکایي ځواکونو به د حوثیانو د نورو بریدونو د مخنیوي لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي:
"دوی له دې حالته ګټه اخلي چې د نړۍ تر 50 زیاتو هیوادونو پر کښتیو او بېړیو بریدونه وکړي، له همدې امله موږ په سیمه کې له خپلو ملګرو سره کار ته دوام ورکوو چې د دغو یا په راتلونکي کې د نورو بریدونو مخه ونیول شي".
امریکایي ځواکونو دا بریدونه وروسته له هغه کړي چې پرون امریکا د حوثي یاغیانو ډله د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي نوملړ کې شامله کړه.
د حوثي یاغیانو ډله دا وخت د یمن پر زیاتو برخو واک لري او د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې په سره سمندر کې د فلسطینیانو په ملاتړ له اسرایل سره پر تړلو بېړیو بریدونه کوي. دا ډله وایي د امریکا د بریدونو باوجود به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
د حوثیانو ویاند محمد عبدالسلام الجزیره ته د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي، "موږ به د فلسطین د خلکو په ملاتړ د اسرایلو په بېړیو باندې یا په هغو بېړیو باندې له بریدونو لاس وا نه خلو چې نیول شوي فلسطین ته ځي".
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کېمرون وايي له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره یې خبرې کړې او پر هغه یې فشار راوړی چې ایران باید په یمن کې د حوثيانو له ملاتړه لاس واخلي.
کیمرون پر خپل ایکس لیکلي دي، ایران باید حوثي یاغیانو ته "د وسلو او استخباراتي معلوماتو ورکول" بند کړي او له خپل اغېزه کار واخلي چې په سره سمندر کې د حوثیانو بریدونه بند شي:
"ما د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان ته سپینه خبره وکړه چې ایران ته پکار ده د سیمې له حالاتو په بې پروایۍ سره کار اخیستل او د نورو د خودمختارۍ سرغړونه پرېږدي".
د رپوټونو له مخې امریکا چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو تر اوسه څلور ځله بریدونه کړي دي، د هغوی څه باندې 60 هدفونه یې ویشتلي دي.
امریکا او د نړۍ نورو هیوادونو له حوثیانو غوښتي وو چې په سره سمندر کې په تجارتي کښتیو باندې بریدونه بند کړي.
یادونه: د رپوټ ځینې معلومات له اسوسېیټیډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.