د پاکستان پوځ وايي، په ايران کې دننه یې د "ترهګرو ډلو بلوچستان لبرېشن ارمي (بي اېل اې) او بلوچستان لبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) ځالې په نخښه کړي"، او د "استخباراتو په بنياد یې د مرګ بر سرمچار په نوم کاميابو عملیاتو" دعوه کړې ده.
د پاکستان پوځ په ايران کې د عملياتو په اړه خپور کړي بيان کې وويل، "پاکستان نن سهار (18جنورۍ) په ايران کې دننه په هغو ځالو اغېزمن بريدونه وکړل کومې چې په وروستيو کې پاکستان کې د ترهګرۍ ذمه وارې وې. بریدونه د وژونکو ډرون، راکټو او وسلو د لارو شوي دي".
پوځ ویلي، "د استخباراتي معلوماتو په اساس د (مرګ بر سرمچار) په نوم عملیاتو کې د بلوچستان لبرېشن ارمي (بي اېل اې) او بلوچستان لبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) پټې ځالې په کاميابۍ سره په نخښه شوي دي".
سرمچار په بلوڅي ژبه کې د ګوريلا یا د ازادۍ د جنګيالي معنا لري يعنې هغه څوک چې د وطن لپاره د سره تېر وي.
پوځ دعوه کړې، "دغه ځالې يادو ترهګرو کارولې چې پکې دوستا عرف چيرمېن، بجار عرف سغت، سهېل عرف شفق، اصغر عرف بشام او وزير عرف وزیر شامل دي".
د پاکستان پوځ په بريدونو کې د مرګ ژوبلو کومې شمېرې نه دي شريکې کړي، او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم کره شمېرې نه دي ویلي، خو د څو ترهګرو وژلو یې ويلي دي.
خو د ایران ایرنا خبري ادارې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي ويلي،"د پاکستان په بريد کې نهه تنه بهرني وګړي وژل شوي، چې پکې درې ښځې، څلور ماشومان او دوه سړي شامل دي او دغه برید د ايران د پولې نه څلور کلوميټره دننه شوی دی".
د پاکستان د نننيو بريدونو وروسته د ايران خبري ادارې (ارنا) ويلي، ايران د پاکستان بريدونه غندلي او د ايران د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان استازی د وضاحت دپاره بللی دی.
د ایران سرکاري رسنیو د نهې/سه شنبې په ورځ خبر ورکړی وو چې د ايران نیم پوځي ځواک پاسدارانِ انقلاب د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جیش العدل وسلوالې ډلې دوه مرکزونه په هدف کړي وو.
پاکستان د ايران دغه برید غندلی او ويلي يې وو په بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او درې جينکۍ ژوبل شوې وې.
پاکستان چې نن د کومو دوه بېلتون غوښتونکو ډلو بي اېل اې او بي اېل اېف د اهدافو په نخښه کولو دعوې کړي، اې پي خبري ادارې ويلي، بېلتون غوښتونکې ډلې "بلوڅ لبرېش ارمي" په يو بيان کې ويلي، په حملو کې دوی په نخښه شوي دي.
يادې ډلې خبرداری ورکړی، "پاکستان به د دې قيمت ورکوي، بلوڅ لبرېشن ارمي به اوس غلې نه کښېني، مونږ به د دې بدل/ غچ اخلو او د پاکستان خلاف د جګړې اعلان کوو".
د پاکستان د ترهګرۍ ضد کار کوونکې ادارې (نېکټا) د وېب پاڼې ترمخه پاکستان (بي اېل اې) ډله د کال 2006م په اپرېل کې او (بي اېل اېف) د کال 2010م په ستمبر کې لاقانونه ګرځولې وې.
بي اېل اې او بي اېل اېف وخت د پاکستان په امنیتي ځواکونو او پاکستان کې په چينايي وګړو د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.