له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته نېږدې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې وسله والو د پولیو ضد پروګرام د ضلعي کوارډینیټر ډاکټر عبدالرحمن په ګاډی برید کړی چې پخپله دغه ډاکټر پکې وژل شوی اؤ یو بل پولیس عسکر پکې سخت ژوبل شوی دی.
د باجوړ د ضلعي روغتون پخواني مشر ډاکټر لیاقت علي وي او اې ډیوې ته منلې ده چې په پېښه کې ژوبل شوي د پولیو پروګر ام کوارډېنېټر ډاکټر عبدالرحمن په روغتون کې د زخمونو له امله مړ شوی دی.
هغه ویلي وژل شوی ډاکټر عبدالرحمن هم د باجوړ و.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د جمعې په ورځ د باجوړ د لویې ماموند تحصیل په باد سیاه سیمه کې رامنځته شوې ده .
سرچینې تر دې مخکې ویلي وو چې دغلته نامعلومو وسله والو په یو ګاډي ناتاره ډزې وکړې چې له امله یې په ګاډي کې ناست د پولیو پروګرام ضلعي رابطه کار ډاکټر اؤ یو پولیس عسکر سخت ژوبل شوي دي.
پېښه کې ژوبل کسان د علاج لپاره وړومبی د باجوړ ضلعي هسپتال ته ورسول شول خو سرچینې وایي هغوي په پسرونو لګیدلي اؤ زخمونه یې زیات ژور ؤ چې بیا وروسته په یوه پوځي هیلي کاپټر کې د علاج لپاره پېښور ته روان کړی شول.
په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په اتمه جنورۍ د پولیو ډلو د حفاظت لپاره د روانو پولیس عسکرو په ګاډي کومه بميچاودنه شوې وه دهغې ذمه واري تحریک طالبان اؤ داعش خراسان دواړو پغاړه اخستې وه.
په دغه چاودنه کې د پولیس افسرانو په وینا اووه پولیس وژل شوي اؤ ۲۵ نور ژوبل شوي وؤ.
د باجوړ د پولیس یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي وي او ای ډیوه ته ویلي چې ددې تازه پېښې نه وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ شواهد یې راټول کړي دي.
دغه پولیس افسر وویل د پېښې پلټنې روانې دي خو په سمدستي توګه لا پولیسو د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي.
خېبر پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د یوې اوږدې مودې راهسې د پولیو د مخنیوي په مامورینو د وسله والو لخوا بریدونه کیږي چې په دې بریدونو کې ګڼ شمیر د پولیو ضد مامورین اؤ پولیس اهلکار وژل شوي دي.