د روس الوتکه د افغانستان په حدودو کې ورکه شوې،افغان میډيا وایي بدخشان کې لویدلې ده

File Photo

په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت وایي تیر ماښام د روسیې اړوند یوهRA-09011 الوتکه، چې له هند څخه یې د ازبکستان ته الوت کولو د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه له رادار څخه وتلې ده.

د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل بیان کې ویلي د افغانستان د هوايي ځواک اړوند د ژغورنې ټیمونه سیمه کې په پلټنو بوخت دي، اؤ د پلټنو سرته رسېدو سره به ددې پېښې په اړوند نور معلومات خپاره کړي.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت په ټولنیزه رسنۍ ایکس د یکشنبې په ورځ خپاره کړي خپل یو بیان کې ویلي چې یوه FALCON-10 ډوله شخصي جت الوتکه د شپږ تنو سپرلیو سره چې د هند څخه د اوزبکستان پایتخت تاشکند ته په لار وه د تخنیکي ستونزو له امله ریډاره غورځېدلې او ددې امکان شته چې دا الوتکه د بدخشان ولایت د کران او منجان او زیباک ولسوالیو په سیمو کې ورکه شوې او غورځیدلې وي.

دغه وزارت ویلي:"د يادې الوتکې الوت د افغانستان په فضا کې نه و پلان شوی، اؤ داسې امکان شته چې دا دخپلې لارې څخه د تخنيکي ستونزو له کبله اوښتې ده.

بیان کې ویل شوي چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزارت د تخنيکي ټيم لخوا څيړنې روانې دي اؤ مکمل تفصیلات به وروسته خپاره شي.

تر دې وړاندې د روس د هوا بازۍ محکمې هم ویلي وؤ چې د ازبکستان څخه د هند په لاره ماسکو ته روانه وړه چارټر الوتکه د شنبې یا خالي په ماښام د افغانستان په فضاء کې له ریډاره ورکه شوې وه چې د هغې لټون روان دی.

یو شمیر نړیوالو خبري اژانسونو د روس د هوا بازۍ د محکمې له قوله ویلي چې دا فرانسوي جوړه جیټ الوتکه په روس کې رجسټر وه اؤ د ابتدایي شمیرو له مخې په دې کې د عملې څلور غړي اؤ دوه مسافر ناست وؤ.

دافغانستان رسنیو بیا خبر ورکړی دی چې دغه الوتکه د بدخستان په غرونو کې غورځېدلې ده.