د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله د بلوچستان صوبې په ږوب ضلع کې د استخباراتو په اساس عمليات شوي، "تښتېدونکو ترهګرو سره یې نښته شوې اووه ترهګر یې وژلي دي".
پوځ نن د ګل/دوشنبې په ورځ ویلي، "استخباراتي عمليات د افغانستان پولې ته نزدې د ږوب ضلعې په سمبازه سېکټر علاقه کې شوي دي".
پوځ "د اوو ترهګرو وژلو دعوه کړې چې دوی د امنيتي ځواکونو ضد ترهګرو عملياتو او ملکي خلکو په وژنه کې ککړ وو، او د وژل شوو ترهګرو د ولقې نه په غټه کچه وسله ترلاسه شوې ده".
پوځ په عملياتو او ډزو په تبادله کې امنيتي ځواکونو ته د تاوان اوښتو په اړه څه نه دي ويلي.
د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.
د بلوچستان ږوب ضلع چې د افغانستان او خېبرپښتونخوا سره نزدې پولې لري، تېر کال په ږوب کې د ناامنۍ څو پېښې شوې وې.
د تېر کال اکتوبر د مياشتې په سر کې د ږوب په سمبازه کې د وسله والو سره په يوه نښته کې د پوځ يو افسر او عسکر وژل شوي او پوځ د پينځو وسله والو وژلو دعوه هم کړې وه.
د دغه نښتې نه وړاندې هم په ږوب کې په يوه بله نښته کې څلور پوځيان او درې ترهګر وژل شوي وو.
هم تېر کال په 12م جولایي د ږوب په پوځي چاوڼۍ شوي وسله وال برید کې 9 پوځیان وژل شوي او په ځوابي عملياتو کې د پينځو حمله کوونکو ترهګرو وژلو ويل شوي وو.
وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر په يو بيان کې ويلي وو، په چاوڼۍ بريد کې درې افغان وګړي ککړ وو.
پاکستان وايي د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.
خو په افغانستان کې واکمنه طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی نه ور اچوي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي. خو پاکستان به هم تل دغه تورونه لګول.