پېښور: د تحریک انصاف د بېرغ لګولو په سر پلار خپل زوی وژلی

د خېبرپښتونخوا مرکزي ښار پېښور بډه بېره کې د يوې غريبې کورنۍ د پلار او زوی ترمنځ د تحریک انصاف ګوند د بېرغ لګولو په سر شخړه شوې، پلار یې په زوي ډز کړی او وژلی یې دی.

د سياسي چارو پوهان وايي دا ډول پېښې په ټولنه کې د بې زغمۍ څرګندونه کوي او په دې کې د سياسي ګوندونو رول دی او خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کلونو کې دا بې زغمي ډېره سېوا شوې ده.

د بډه بېرې تاڼې تفتيشي پوليس افسر (اې آی) ستار خان وي او اې ډيوه ته وويل، پوليس ته اطلاع ترلاسه شوې چې د بډه بېرې په اګرخېل علاقه کې پلار او زوی په سياسي بحث وران شوي، پلار یې بيا په زوي ډزې کړي، هغه ژوبل شوی او روغتون ته په لار یې ژوند د لاسه ورکړی دی.

نوموړي وويل، "د پېښې مقدمه د وژل شوي هلک عطاالرحمان د ورور عارف الرحمان په مدعيت کې د هغه د پلار نور رحمان پرضد درج کړی شوې ده، خو نور رحمان تښتېدلی او تراوسه نه دی نيول شوی".

د عارف الرحمان په مدعيت کې درج شوې مقدمه کې مدعي ويلي، "د اتوار- يکشنبې په ماسخوتن کور ناست وو، ورور او پلار یې په سياسي خبرو کې وران شوي پلار یې په غصه کې راغلی، تماچه یې راويستې په هغه ډزې کړي، عطاالرحمان ژوبل شوی او لېډي ريډنګ روغتون ته په لار یې ژوند د لاسه ورکړی دی".

عارف الرحمان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، غریبه کورنۍ يې ده، پينځه وروڼه دي مشر ورور یې ووژل شو، څلور تنه پاتې شو.

هغه وویل، ورور یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بېرغ لګولی پلار یې د بل زوي په لاس راکوز کړی او په دغه خبره یې شخړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، وژل شوی ورور یې چې خواوشا 34 کلن وو په قطر کې به یې مزدوري کوله، په رخصت راغلی وو او يوه میاشت وروسته به بيرته ستنېدو.

هغه زیاته کړه، پلار یې د سرکاري نوکرۍ څخه ريټايرډ دی، د کورنۍ یې د کوم سياسي ګوند سره دومره تعلق نه وو خو ورور یې د تحریک انصاف ګوند پلوي وو.

نوموړي وویل، نن هم فاتحې ته ناست دي، کور يې خپل دی نور کاروبار یا ځمکې نه لري، وروڼه د لاسو پښو مزدوري کوي او کور پرې چلوي.

پېښور پوهنتون کې د سياسياتو د څانګې پخوانی مشر ډاکټر عبدالروف وايي، په سياست کې نظرياتي اختلافات د پخوا راهسې دي خو په خېبر پښتونخوا کې په ځانګړي ډول په وروستیو کلونو کې په سياست کې د تشدد او مذهب عنصر ډېر زيات شوی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، "زمونږ په ټولنه کې عدم برداشت (بې زغمي) شته دی او دا د لږ وخت نه نه دی د ډېر پخوا نه دی، زمونږ د خلکو تربيت داسې نه دی شوی چې په هغو کې دا شعور راشي چې د اختلاف باوجود مونږ د يو بل سره ژوند تېر کړو".

نوموړي زياته کړه، "په تېرو څو کلونو کې په سياست کې عدم برداشت ډېر زيات شوی دی حالانکې د دې نه مخکې ډېرې سختي نظرياتي پارټۍ (ګوندونه) وو، لکه که تاسو وګورئ عوامي نيشنل ګوند، جماعت اسلامي، کمیونسټ او نور ښي اړخه، خو د دې باوجود به دومره پېښې نه کېدې لکه په دې تېرو څو کلونو کې چې وشوې".

د ښاغلي عبدالروف په خبره، "ظاهره خبره ده په دې کې غټ رول د سياسي مشرانو دی، د عمران خان پکې بهرحال يو رول دی هغه په دې ټولنه کې دغه څيز (عدم برداشت) نور سېوا کړی دی، د دې نه مخکې د ولي خان (عبدالولي خان د عوامي نیشنل ګوند مشر) غوندې مشران وو لکه په هغو حملې هم شوي خو د هغې باوجود یې خپل ورکران د دې څيزونو نه لرې پاتې کړي وو، د مودودي غوندې مشران وو".

پاکستان کې چې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي او سياسي ګوندونو انتخابي کمپاين پېل کړی، په ټولنيزو رسنیو داسې ويډيوز خپریږي د سياسي ګوندونو امېدواران په قران پاک سوګند پورته کوي چې د خپل ګوند وفاداري به نه بدلوي او ځينې یې د ټکټ په حواله مذهبي ګټي ښايي.

ډاکټر عبدالروف وايي، "دا هم د ډېره د افسوس خبره ده چې دين په دې کې استعماليږي او دا هم نوې خبره نه ده وړاندې هم خلکو د ووټ دپاره دين استعمال کړی دی، د کتاب انتخابي نخښه خلکو د قران پاک په توګه وړاندې کړې ده، ويل شوي چې کتاب ته ووټ ورکول قران ته ووټ ورکول دي".

هغه وویل، "د بده مرغه سياسي اختلافات د سياست نه زيات خانداني او ټولنيزو اختلافاتو ته تللي دي. سياسي، مذهبي او ټولنيزو مشرانو له پکار ده چې په دې سوچ وکړي ګنې د دې اور نه به د دوی خپل کورونه هم بچ پاتې نه شي".