د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره په 11مه ورځ پرانیستل شوې او نن د نهې- سه شنبې په سهار پرې دواړو خواوو ته د مال وړونکو ګاډو تګ راتګ پېل شوی دی.
سوداګر وايي، بايد د تورخم دپاره يوه مستقله پاليسي جوړه شي، د سياست ښکار نه شي چې بيا بيا دغه پوله نه بنديږي ځکه چې وایي دواړو خواو ته سوداګر او عام خلک ترې سخت اغېزمن کيږي.
د 12مې جنورۍ په شپه پاکستان د افغانستان سره د تورخم لاره د ډرايورانو د پاسپورټ او ويزې په سر تړلې وه.
په تورخم پوله يو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، "د 31م مارچ پورې وخت ورکړل شوی چې ډرايوران دې پاسپورټونه او ويزې ترلاسه کړي د هغې وروسته به د پاسپورټ او ويزې بغېر چاته دواړو خواوو ته د تګ راتګ اجازت نه وي".
په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم ویلي، "تورخم دروازه نن سهار دواړو لورو ته د هر ډول تګ راتګ په موخه خلاصه شوې او د تېر په څېر د تګ راتګ بهير عادي شوی دی"، خو دا نه دي ویل شوي چې د کوم تړون يا کومو شرطونو په اساس خلاصه شوې ده.
کليرنګ ايجنټ او د مومند چېمبر غړی مجيب شينواري وايي، د تورخم بندېدو مسله پرله پسې دوام لري.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، د تورخم پوله بيا بيا بندېدل د پاکستان او افغانستان "دواړو ملکونو د تجارتي پاليسۍ کمزوري ده پکار ده چې د دې لارې دپاره يوه مستقله پاليسي جوړه شي، ځکه اوس چې لاره بنده وه، تجارو ته په ملينونو ډالر تاوان اوښتی دی، غټو وړو تجارو ته د کروړونو اربونو روپو تاوان اوښتی دی".
شينواري زياته کړه، "اوس چې ګېټ کولاو شو دا هم د یو شرط لاندې کولاو شو، نو پکار ده چې اوس اسانتیاګانې پېدا کړی شي په ویزه او پاسپورټ کې، او دا عمل داسې عملي شي دومره اسان شي چې دا تجارت په راتلونکې کې ونه دورل شي او دا ګېټ بيا بند نه شي".
د سرحد چېمبر پخوانی مشر زاهدالله وايي، "د تورخم بنديز سره ډېر تاوان وشو او يواځې تورخم نه وو بند، خرلاچي او غلام خان هم بند وو او چمن هم بند پروت دی".
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "دا وخت زمونږ دو طرفه (د افغانستان او پاکستان دوه اړخيزه) تجارت نن سبا د کال په سر يو نيم ارب ډالره دی، نو دا تاسو ګورئ يو ارب روپۍ روزانه نقصان دی، د تاجرانو ډېر نقصان وشو او زمونږ د علاقې خلک د مشکل سره مخ شو او د دې به په راتلونکي تجارت هم بدې اغېزې وي".
هغه زیاته کړه، "مونږ په خپله حېران يو چې په وړو وړو خبرو دا پوله بنديږي ځکه چې د چین او هند په جګړه کې پوله نه وه بنده شوې بلکې تجارت یې سېوا شوی دی، زمونږ (د پاکستان او افغانستان تجارت) په 2012م کې درې اربه ډالره وو هغه په دې لسو کالو کې نيم په نيمه کم شو، زمونږ تجارت د سياست سره تړل شوی دی دا ډېره د بدقسمتۍ خبره ده".
د افغانستان او پاکستان د ګډ چېمبر اېکزيکټيو چېرمېن يا اجرايوی رييس نجيب الله صافي د وي او اې ډيوه خبريال عبدالرزاق سره په خبرو کې ويلي، "تجارت او سياست د يو بل نه جدا کول پکار دي ځکه چې د دې له امله دوه اړخيزه تجارت ته تاوان اوړي ډېر پانګه وال غواړي چې په پاکستان او پانګونې وکړي خو د پولو بنديز ته چې وګوري د پانګونو نه ډډه کوي، او دا د دواړو هيوادونو په تاوان تماميږي".
د تورخم د بنديز نه وړاندې له تېرو شاوخوا درو میاشتو راهیسې چې په چمن کې د ویزې او پاسپورټ د شرط خلاف احتجاجي پرلت روان دی، د هغې په نتیجه کې هم ځایي تاجرانو چمن پوله بنده کړې ده چې له کبله یې د سوداګرو په وینا د دواړو هېوادونو تجارت سخت اغېزمن شوی دی.
تېر کال په 2023م کې د تورخم دروازه څلور ځله، د دسمبر په پينځمه او د نومبر په 21مه د يوې يوې ورځې دپاره تړل شوې وه. له دغې وړاندې د ستمبر په شپږمه تړل شوې او په لسمه ورځ 15م ستمبر بيا پرانستل شوې وه. او له دغې وړاندې د فرورۍ په 19مه تړل شوې او په 25مه فرورۍ پرانستل شوې وه.
سوداګر وايي که د دواړو ملکونو ترمنځ سياسي کشالې وي هغه دې د حکومتونو په کچه هوارې کړي تجارت دې د سياست ښکار نه کړی شي.