د بلوچستان په چمن ښار کې پرلت کوونکو د لوږې احتجاج ختم کړی، دوی وایي د سيمې مشران او علماء وﺭته ﺭاغلل په دوی یې دغه احتجاج ختم کړ خو پرلت به یې تر هغه وخت ﺭوان وي چې حکومت یې غوښتنې نه وي منلې.
دغه پرلت کوونکي له تېرو څه باندې درو مياشتو راهیسې په احتجاج ناست دي او غواړي چې حکومت دې پر چمن پوله د پاسپوﺭټ عملي کولو پرېکړه بېرته واخلي. د پاکستان حکومت د تېر کال د نومبر له اولنۍ نېټې له افغانستان سره تګ ﺭاتګ پر پاسپوﺭټ کړی.
له تېرو درو مياشتو څخه ﺯياتې مودې ﺭاهیسې په چمن کې د ﺭوان احتجاجي پرلت کمېټۍ وایي، د اتوار یا یکشنبې له ورځې چې یې د لوږې په کوم احتجاج لاس پوﺭې کړی وو څلرويشت ساعته وﺭوسته یې بیرته ختم کړ، خو وایي پرلت به یې ﺭوان وي.
د پرلت کمېټۍ مخکې اعلان کړی وو چې تر پینځوس پوﺭې ځوانان به یې په چمن کې د ملېشه ځواکونو د مرکز مخته د جنورۍ شلمې نېټې د لوږې په احتجاج لاس پوﺭې کوي، خو بیا یې د جنورۍ له یوویشتمې څخه د پرلت د ځای څنګ ته دغه احتجاج پيل کړ:
د پرلت کمېټۍ یو مشر فيض محمد اڅکزی وایي، "موږ به له دې ځایه د دوی جناﺯې وړلې خو دلته ﺯموږ سپين ږیﺭي او قبایلي مشران، علماء ټول سره ﺭاټول شول موږ ته ﺭاغلو په موږ یې دغه بهوک هړتال مات کړ، په دغه بهوک هړتال کې ﺯموږ مشر غوث الله او نوﺭ ملګري پکښې وو، دغه بهوک هړتال د پښتانه قام د مشرانو په خوشه دوې مات کړ، خو پرلت به تر هغو ﺭوان وي چې پاکستان د پاسپوﺭټ خبره واپس نه وي اخیستې".
ال پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد له دې کبله احتجاج کوي چې د پاکستان حکومت دا پرېکړه نه مني چې له افغانستان سره دې پر پوله په پاسپوﺭټ او ويزه تګ راتګ وکړي.
ځايي خلک وايي د چمن او سپين بولدک اوسېدونکي دې د تېر په څېر په شناختي کارډ او تذکره تګ راتګ وکړي خو د پاکستان حکومت وایي په ملک کې یې د ﺭوانې ناقراﺭۍ د قابو کولو دپاﺭه له افغانستان سره پر ټولو داخلي دﺭواﺯو باندې تګ ﺭاتګ پر پاسپوﺭټ او ويزه باندې کړی دی.
د پاکستان حکومت له دغې فيصلې وﺭوسته له افغانستان سره د چمن داخلي دﺭواﺯه بنده شوې ده. د بلوچستان حکومت وياند جان اڅکزي ويلي وو چې د حکومت ددغې پريکړې له امله د چمن خلکو د بې روزګاﺭه کېدو فکر وﺭسره شته.
جان اڅکزي ویلي وو په دغه تناظر کې حکومت د چمن د خلکو لپاﺭه د میاشتنۍ شل ﺯﺭه روپۍ مرستې او ﺭاشن وﺭکولو سلسله شروع کړې او په چمن ماسټر پلان مرکز کې د دوی د ﺭوﺯګاﺭ لپاﺭه هم حکومت اقدامات کوي.
خو د سيمې خلک وايي حکومت دې د پخوا په شان دوی ته پر چمن دﺭواﺯه په ازاده توګه د کار روزګار اجازت ورکړي.
د چمن اوسېدونکی شېر علي اڅکزی وایي، پر پوله د چمن د خلکو په ﺯﺭګونو دوکانونه دي او اکثر "دوه کوﺭه" دي یعنې نيم کوﺭونه یې په چمن کې او نيم د پولې بلې غاړې ته دي:
"موږ د پاکستان پر شناخت کاﺭډ ځو او ﺭاځو پکاﺭ دی دغه حکومت يا ریاست موږ ژﺭ تر ژﺭه خپلو دوکانو خپلې علاقې او کاﺭوباﺭ ﺭوﺯګاﺭ ته مې ايله کړي، په 75 کاله کې پاکستان ولې دغه پوله پر پاسپوﺭټ نه کوله، موږ ته یې کاﺭخانه نه لګوله او نه یې ﺯموږ دپاﺭه د ﺭوﺯګاﺭ بندوبست کاوه".
د لوږې احتجاج له ختمېدو وروسته هم پرلت ﺭوان دی اوو نن د سه شنبې- نهې په وﺭځ هم پکې په ﺯﺭګونو کسان شريک وو، دوی له حکومته يواځینۍ دا غوښتنه کوله چې د چمن دﺭواﺯه دې د پخوا په شان خلاصه کړل شي او دوی ته دې په پاکستاني شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
احتجاجي پرلت د تېر کال د اکتوبر له شلمې پيل شوی او د نومبر پر شلمه یې د پاکستان او افغانستان تر منځ لویه لاﺭه بنده کړې ده چې له کبله یې پر دې دروازه د دواړو هېوادونو تر منځ تجاﺭتي چاﺭې هم په ټپه ولاړې دي.
د پاک افغان ګډې تجارتي خونې غړي وایي له افغانستان سره د چمن دﺭواﺯې بندېدو له امله د دواړو طﺭفو تاجرانو ته په میلينونو ﺭوپۍ ﺯيانونو اوښتي دي او د پرلت لخوا په سوونو مال وړونکي ټرکونه دﺭېدلي دي چې له وجې یې د ټرانسپوﺭټ شعبې ته هم په لویه کچه مالي ﺯيانونه اوښتي دي.