واشنګټن – په یمن کې ایران پلو حوثي یاغیانو د شورو یا چهارشنبې په ورځ په عدن خلیج کې په سوداګریزو کښتیو باندې نوي بریدونه کړي.
د حوثیانو له دغه برید څخه څو ساعته مخکې امریکا په سره بحیره کې د کښتیو په یو کتار باندې د ممکنه برید د شنډولو لپاره بریدونه وکړل.
د امریکا مرکزي قومانده چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو څآرنه کوي د شورو یا چهارشنبې ناوخته وویل، چې د امریکا لخوا رهبري شویو میزایلو د کښتیو پرضد دوه توغول شوي میزایل له منځه وړي دي.
دوی زیاتوي، چې دریم میزایل په سمندر کې غورځېدلی دی.
امریکايي چارواکي وايي، که څه هم په دې وروستیو بریدونو کې کښتیو ته کوم زیان نه دی اوښتی خو دا څرګندوي چې حوثیان له خپل دریځ څخه نه په شا کېږي.
د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، "له دې ښکاري چې حوثیان تر اوسه هم قصد لري چې دغه ډول بریدونه ترسره کړي او دا په دې معنی مونږ تر اوسه هم باید هغه څه وکړو چې د کښتیو ساته وکړو."
د وروستۍ حملې څو ساعته مخکې امریکا په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول اندې بریدونه وکړل او دوه هغه میزایل یې له منځه وړي دي چې په سره بحیره کې یې نړیوالې کښتۍ په نخښه کولې.
د امریکا د مرکزي قوماندې د بیان له مخې، دغو میزایلو "سوداګریزو کښتیو او په سیمه کې د امریکا کښتیو ته یو جدي ګواښ جوړ کړی و."
د امریکا او حوثي یاغیانو لخوا له دغو وروستیو بریدونو څخه مخکې امریکايي او برتانوي جنګي الوتکو د حوثیانو د ځپلو لپاره عملیات کړي وو.