شانګله: د عوامي نيشنل ګوند امېدوار په بريد کې روغ وتی

د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلع کې د عوامي نيشنل ګوند د قامي اسمبلۍ امېدوار اورنګزېب خان په بريد کې روغ وتلی، ساتونکی یې ژوبل شوی دی.

اورنګزېب خان چې پخوانی سيکرټري بلديات پاتې شوی، په ګاډي يې تېره شپه د شانګلې د مارتونګ په علاقه کې ډزې شوي دي.

د هغه زوي د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي فېصل زېب خان په اېکس ويلي، په پلار یې قاتلانه حمله شوې، او د هغه ژوبل شوی ساتونکی د خطرې نه بهر دی.

په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د شانګلې د مارتونګ تاڼې پوليس مشر (اېس اېچ او) اجمل خان د پېښې په اړه وي او اې ډيوه ته وويل، اورنګزېب خان تېر ماسختوتن د ماندوريه په علاقه کې په خپل ګاډي کې د ساتونکو سره روان وو، ډزې پرې شوي، هغه په خپل بچ شوی او يو ساتونکی یې لګېدلی ژوبل شوی دی.

نوموړي وویل، "دا د ترهګرۍ پېښه ده او د ترهګرۍ ضد پوليس به یې مقدمه درج کوي".

د اجمل خان په خبره، "په ټوله صوبه کې د ناامنۍ پېښې کيږي، د ترهګرۍ نه انکار نه شي کېدی خو حالات داسې نه دي چې په خلکو کې ويره خوره شي، امېدواران خپل کمپاين پرېږدي، يوه نيمه پېښه خو کيږي".

هغه زياته کړه، ټوله پوليس نفري په ځای د امنيت کلک انتظامات شوي، هڅه کوي چې امنيت ټينګ وساتي.
دوه کاله وړاندې په کال ۲۰۲۲م کې چې فېصل زېب خان د صوبايي اسمبلۍ ممبر وو، په مارتونګ کې یې په کور دوه ځله وسله وال بريدونه شوي وو. هغه وخت فېصل زېب وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د افغانستان د ټيليفون نمبرو نه ورته ګواښونه شوي او بيا یې په کور ډزې شوې وې.

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي او انتخابي کمپاين روان دی، تراوسه پورې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په امېدوارانو او انتخابي دفترو د بريدونو څو پېښې شوي دي.
د اتوار/ يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان تحريک انصاف د پخواني وزير او اوسني امېداوار د کور مخې ته چاودنه شوې او بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د نيشنل پارټۍ په دفتر د لاسي بم غورځول شوی، په دواړو پېښو کې څلور تنه ژوبل شوي وو.

د روانې مياشتې په لسمه نېټه په شمالي وزيرستان کې ازاد اميدوار کليم الله د دوو ساتونکو ترڅنګ د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوي وو.

روانه میاشت په باجوړ کې د جمعیت اسلام ف ګوند د امېدوار په ګاډي چاودنه شوې، د پخواني اېم اېن اې محسن داوړ، او جمعيت علمااسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په قافلو هم ډزې شوې وې.

د پاکستان کالعدم وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، ویلي په اتمه فېبرورۍ د کېدونکو انتخاباتو په لړ کې په جلسو به حملې نه کوي او بریدونه یې د پوځ پورې محدودې دي.

د پاکستان نګران حکومت وايي، په ملک کې د امنیت مسله حقيقي ده، حکومت پرې خبر دی او ښه کوي يې.