د پاکستان پخواني وزیراعظم او تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د توشه خانې قضيه کې د 14, 14 کلونو بند سزا واورول شوه. احتساب عدالت عمران خان د لسو کلونو دپاره نااهل کړو.
د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه بشرا بي بي د فېصلې اورولو په وخت د زندان نه بهر وه، وروسته اډیاله زندان ته رسېدلې خپله ګرفتاري یې ورکړې او بندي کړل شوې ده.
عمران خان او پخواني خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ته پرون (په 30مه جنورۍ) د سايفر قضيه کې د لسو لسو کالو بند سزا اورول شوې وه.
د توشه خانې د قضيې اورېدنه نن د شورو- چارشنبې په ورځ (31مه جنورۍ) په اډياله زاندان کې د احتساب جج محمد بشير وکړه، او فېصله یې واوروله.
عدالت دواړو ملزمانو (عمران خان او بشرا بي بي) ته د يو ارب او 75 کروړه روپیو جرمانې ورکولو حکم ورکړو. د رپورټونو ترمخه عمران خان او مېرمن یې د لسو کالو دپاره نااهل کړل شوي هم دي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د توشه خانې قضيه کې عدالتي فېصلې ته په سمدستي غبرګون کې ويلي، عمران خان او بشرا بي بي ته غېرقانونه فېصله اورول شوې، رد یې کوي. تحریک انصاف ګوند د عدالتي فېصلې ضد اعلا عدالت ته د تلو اعلان کړی دی.
عمران خان ته دا تازه سزاګانې په داسې حال واورول شوې چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي دي.
نن د شورو- چارشنبې په ورځ عمران خان په اډیاله زندان کې د جج محمد بشير په وړاندې حاضر شوی او د هغه مېرمن بشرا بي بي موجوده نه وه.
عدالت د عمران خان نه د 342 بيان يا شخصي بيان غوښتنه کړې، د رپورټونو ترمخه عمران خان ویلي بيان یې په کمره کې دی هغه يواځې حاضرۍ ته غوښتل شوی وو.
جج محمد بشير عمران خان ته ويلي چې سمدستي خپل بيان جمع کړه او عدالتي وخت مه خرابوه. عمران خان جج ته ويلي کومه تادي لرې پرون هم په تادۍ کې سزا اورول شوې.
عمران خان بيا ویلي، وکيلان یې نه دي راغلي چې وکيلان یې راشي بيان به جمع کړي. ويل شوي عمران خان بيا د عدالت د کمرې نه تللی دی او بيا جج محمد بشير بشرا بي بي ته سزا اورولې ده.
توشه خانه
توشه خانه د پاکستان د کابینې ډویژن هغه څانګه ده چرته چې پاکستاني چارواکو ته د بهرنيو هیوادونو څخه ورکړی شوې ډالۍ ایښودل کیږي.
د پاکستان الېکشن کمېشن د کال 2022م په 21 اکتوبر د عمران خان پرضد د توشه خانې د مقدمې فېصله اورولې او عمران خان يې نااهله ګرځولی وو.
د عمران خان په ضد دغه مقدمه تېر کال د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دا رېفرنس تېر حکومتي اتحاد جمع کړی وو.
په عمران خان تور لګول شوی وو چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخیستې يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه وو ښکاره کړي.
پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه، یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخیستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.
د توشه خانې قضيه کې تېر کال د اګست په پينځمه د اسلام اباد سيشن عدالت عمران خان ته د درېو کالو بند او يو لک روپو جرمانه اورولې وه.
د يادې سزا پرضد اسلام اباد هايکورټ ته خواست شوی او اسلام اباد هايکورټ بيا دغه سزا معطل کړې وه. خو هغه وخت چې عمران خان په جېل کې وو، د سايفر په قضيه کې یې ګرفتاري ښکاره شوې وه.
د احتساب عدالت جج
نن چې د احتساب عدالت جج محمد بشير، عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د توشه خانې قضيه کې سزاګانې واورولې، ياد جج د کال 2018م په شپږمه جولايۍ د ايون فيلډ په مقدمه کې پخواني وزيراعظم نوازشريف ته د لسو کالو، د هغه لور مريم نواز ته د اووه کالو او زوم کېپټن (ر) محمد صفدر ته د يو کال بند سزا اورولې وه.
د ايون فيلډ په رېفرنس کې نواز شریف ته اورول شوې سزا د اسلام اباد هايکورټ تېر کال د 2023م د نومبر په وروستيو کې معطل کړې او هغه یې په دغه قضيه کې بري کړی وو.
د ايون فيلډ په رېفرنس کې په پخواني وزيراعظم او مسلم ليګ ن ګوند په مشر نواز شريف تور لګول شوی وو، چې هغه په لندن کې ايون فيلډ اپارټمنټ اخستی خو د هغې د پېسو سرچينه یې نه وه ښکاره کړې.
د احتساب عدالت جج محمد بشير د کال 2018م د انتخاباتو نه څو اوونۍ وړاندې نواز شریف ته د بند سزا اورولې وه.