د توشه خانې مقدمې فیصله: عمران خان او بشرا بي بي د مالي ګټو لپاره له سرکاري څوکۍ ناوړه ګټه اخیستې

د پاکستان د احتساب عدالت مخکیني وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمنې بشري بي بي ته د اورولې سزا تفصیل خپور کړی، چې پکې ویل شوي دوی په جعلکارۍ د هېواد ملي فنډ ته زیان رسولی او د ځان په ګټه یې کارولی دی. عمران خان دا فیصله رد کړې ده.

احتساب عدالت د جنورۍ پر 31مه عمران خان او بشرا بي بي ته په دې مقدمه کې د 14- 14 کالو بند سزا واوروله، دواړه یې 1.57 اربه روپۍ جرمانه کړل او عمران خان یې د لسو کلونو لپاره د کومې څوکۍ له ساتلو نااهله اعلان کړ.

د احتساب عدالت قاضي محمد بشیر د توشه خانه مقدمې په 23 مخه پرېکړه کې ویلي چې 16 شاهدانو وخت په وخت خپل بیانونه ورکړي دي چې پر عمران خان او بشرا بي بي باندې لګېدلي تورونه ترې ثابت شوي دي.

په فیصله کې ویل شوي چې عمران خان او بشرا بي بي ته د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د ګېڼو یا زېوراتو په ګډون د بهرنيو شخصيتونو 108 سوغاتونه ورکړل شوي وو.

په دې تفصيلي فيصله کې ويل شوي چې د سعودي د شهزاده ډالۍ په توشه خانه کې رپورټ شوې وه خو جمع شوې نه ده او عمران خان له خپلې مېرمنې سره یو ځای هغه د اصل قيمت 3.16 اربه روپیو پر ځای په نهه ميلينه روپۍ په ارزانه بیه له ځان سره ساتلې وه.

توشه خانه د پاکستان د کابینې ډیویژن هغه څانګه ده چې پکې پاکستاني چارواکو ته له بهرنيو هیوادونو ورکړل شوې ډالۍ ایښودل کیږي. پر عمران خان تور دی چې د توشه خانې یوه ډالۍ یې په ارزانه بيه اخیستې يا خرڅه کړې ده او بیا يې د هغې معلومات د انتخاباتو کمیشن کې نه وو ښکاره کړي.

عمران خان که څه هم په زندان کې دی خو وخت په وخت د خپل ایکس اکاونټ له لارې پیغامونه خپروي. په حکومتي رازونو په مقدمه سایفر او توشه خانه کې تر سزا کېدو وروسته یې د فرورۍ پر دویمه پر خپل ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي او "بې بنیاده" یې ګڼلي دي.

عمران خان د توشه خانې مقدمه عدالتي کاروایي "جعلي" بللې او وایي چې له سرکاري ګواهانو سره ده ته د جرحې کولو حق هم نه دی ورکړل شوی دی. عمران خان پر ایکس په یو تفصیلي بیان کې لیکلي:

"ما له مالي اړخه پوره بې داغه ژوند تېر کړی او زما د همدې شهرت له کبله د پاکستان خلک زما د خیرښېګړې له منصوبو سره د اربونو روپیو مرسته کوي، نو زما خلاف د توشه خانې دغه بې بنیاده مقدمه ځکه شوې چې زما پر ضد يې د بډو رشوتونو لږ ثبوت هم ونه موند".

عمران خان مخکې دا خبره منلې وه، چې یوه ډالۍ یې په نیم نرخ له توشه خانې اخیستې وه خو ورسره یې دا هم ویلي وو دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.

د عمران خان په ضد د توشه خانې د ډالیو د خرڅولو په تور لومړی د 2022م کال په اګست میاشت کې د انتخاباتو په کمېشن کې د هغه وخت حکومتي اتحاد شکایت جمع کړی وو، د انتخاباتو کمیشن بیا د اکتوبر پر 21مه د عمران خان په ضد د مقدمې فیصله اورولې او عمران خان يې نااهله کړی وو.

د اسلام اباد سېشن عدالت د تېر 2023م کال د اګست پر پينځمه عمران خان ته د توشه خانې قضيه کې د پينځو کالو بند او يو لک روپو جرمانه اورولې وه او هغه یې نیولی وو، خو بیا اسلام اباد هايکورټ د هغه سزا معطل کړې وه او په ضمانت یې د هغه د خوشي کولو امر کړی وو.

د پاکستان رسنۍ وايي د احتساب ملي ادارې (نېب) د 2023م کال د دسمبر په پیل کې د عمران خان او د هغه د مېرمنې په ضد په هغه احتساب عدالت کې نوې مقدمه درج کړې وه او د جنورۍ په پیل کې یې پر هغوی رسمي تور (فردِ جرم) لګولی وو چې په خپلو شتمنیو کې یې له بهرنیو هېوادونو او چارواکو د تر لاسه کړو ډالیو تفصیل نه دی ورکړی.

عمران خان بیا په دې مقدمه کې د تېر کال په اګست میاشت کې نیول شوی وو او اټک زندان ته وړل شوی وو، خو وروسته د ستمبر په اخر کې د پنجاب اډیاله زندان ته وړل شوی او د توشه خانې په مقدمه کې تر وروستۍ سزا وروسته یې مېرمن هم په دې زندان کې ورسره بندي ده.