په پاکستان کې د جنرېلانو او ځینو نورو مخورو شخصیتونو د مالي پنګو په اړه معلوماتو ورکولو وېبپاڼې فېکټ فوکس خبریال احمد نوراني وايي په دویمه فبرورۍ باندې د یو بل معلوماتي رپوټ چاپ کېدو نه مخکې حکومت د دوی وېبپاڼې ته رسايي بنده کړې ده.
د پاکستان د مخابراتو او انلاین مېډیا څارونکې ادارې پي ټي ای د جنورۍ په 31مه په یو بیان کې د فېکټ فوکس وېبپاڼې تړلو فیصله کړې وه. یادې ادارې په فېکټ فوکس تور پورې کړی چې د پاکستان د پوځ بدنامي کوي او ورپسې مسخرې کوي.
وي او ډیوه ته د فېکټ فوکس وتلي خبریال احمد دراني ویلي چې وېبپاڼه یې یواځې رېښتیا او حقیقت خپروي:
“زه عرض دا کوم…چې مونږ د دوی نوټس ته ځواب وایو خو دوی یو کال زوړ رپوټ، د جنرل باجوه په اړه، راوخېست او وېبپاڼه یې وتړله. دوی ته پته ده چې مونږ به اوس د الېکشن په هکله پلټنې خپروو نو ځکه یې دا کار وکړو”.
فېکټ فوکس زیاتره رپوټونه د پاکستاني جنرېلانو د مالي پنګو په اړه ورکوي. د کال 2022م په نومبر کې د فېکټ فوکس وېبپاڼې یو اوږد رپوټ کې د پوځ د پخواني مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د هغه د کورنۍ د مالي پنګو او جایدادونو په اړه یو رپوټ کې ویلي وو چې جنرل باجوه او کورنۍ یې د 56 ملینه ډالرو ارزښت جایداد جوړ کړی دی.
د وېبپاڼې رپوټ وايي دغه جایدادونه هغه وخت اخستل شوي کله چې جنرل باجوه د پوځ مشر وو.
د پاکستان حکومت د رپوټ چاپ کېدو وروسته د جنرل باجوه د مالي اسنادو د ښکاره کولو په اړه د پلټنو امر کړی وو. خو تر اوسه حکومت د پوځ د مشرانو په هکله پلټنې کړې نه دي.
فېکټ فوکس دغه ډول معلوماتي رپوټونه د نورو جنرېلانو لکه جنرل عاصم سلیم باجوه او جنرل شفاعت د پنګو او جایدادونو په اړه هم ورکړي دي.
احمد نوراني وايي د سنسرشپ یا بندیز او په پاکستان کې د ځینو خبري ادارو د منفي تبلیغاتو او قانوني ننګونو مقابله به کوي او په ثبوتونو ولاړ رېښتیا خبرونو چاپولو ته به دوام ورکوي.
د خبریالانو د خوندي ساتلو کمېټۍ تېر کال د جون په میاشت کې د پاکستان د حکومت لخوا د ښاغلي نوراني پر ضد پېل شوي قانوني ګامونو وروسته ویلي وو چې پاکستان دې د هغه او د هغه د بل ملګري د زورولو لړۍ ودروي.