د پاکستان نګران کابینې د افغان کډوالو د استوګنې موده کې د پراختیا منظوري ورکړې

د پاکستان نګران مرکزي کابینې هیواد کې په قانوني توګه د نزدې 14 لکو افغان کډوالو د استوګنې موده کې د پراختیا منظوري ورکړې ده.

د پاکستاني رسنیو د خالي- شنبې په ورځ د حکومتي سرچینو له خولې ویلي چې د کډوالو د استوګنې موده کې د پراختیا سپارښتنه د افغانستان په هکله د رابطو څانګې یا کوارډینیشن سیل کړې وه چې د خالي- شنبې په ورځ د نګران کابېنې غونډه کې دا سپارښتنه منل شوې ده.

په اسلام اباد کې میشت وتلی خبریال طاهر خان وایي پاکستاني چارواکو ورته تایید کړې ده چې پاکستان کې میشت کوم افغان کډوال پي او آر کارډونه لري هغوي ته د مارچ 2024م پورې پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.

که څه هم د پاکستان حکومت لا په دې اړه کومه رسمي خبرتیا نه ده خپره کړې خو خبریال طاهر خان وي او اې ډیوه ته وایي چې د پي او آر کارډ لرونکي افغان کډوال به اوس کولی شي تر مارچ میاشتې پورې پاکستان کې استوګنه وکړي.

سرچینې وایي تر دې وړاندې د کابینې ډویژن د سیفران وزارت له لوري د افغان کډوالو د استوګنې موده کې د پراختیا سپارښتنه باندې اعتراض راپورته کړی ؤ اؤ هغه یې بېرته لېږلې وه خو اوس د افغانستان په اړوند د کوارډینیشن سیل یا د رابطو د څانګې په سپارښتنه کابېنې د کډوالو د ایسارتیا موده کې د پراختیا منظوري ورکړې ده.

خبریال طاهر خان وایي تر دې وړاندې هم پاکستان کې د میشتو نزدې څوارلس لکو افغان کډوالو د استوګنې موده کې پراختیا راوستل شوې وه خو وایي دلته دافغانانو د پاتې کېدو قانوني موده تېرکال په 31م دسمبر پائ ته رسېدلې وه .

هغه وایي پاکستاني چارواکو ورته تایید کړې ده چې کوم افغان کډوال پي او ار کاډونه لري هغوي ته د نورو دریوؤ میاشتو لپاره پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.

طاهر خان وایي هغه فکر نه کوي چې د دریوؤ میاشتو لپاره د افغان کډوالو د استوګنې موده کې د پراختیا اقدام به دپاکستان اؤ افغانستان په اړیکو کوم مثبت اغېز ولري.

نوموړی وایي که چرې پاکستان کې په قانوني توګه د رجسټرډ افغانانو د استوګنې موده کې د لږې زیاتې مودې پراختیا شوې وه نو کوم افغانان چې دلته ژوند کوي هغوي ته به یو څه قناعت اؤ اطمینان ترلاسه شوی ؤ.

د نوموړي وینا وه چې د پاکستان د سیفران، کورنیو چارو اؤ بهرنیو چارو وزارتونو حکومت ته د افغانستان د استوګنې موده کې د دوؤ کالو د پراختیا وړاندیزونه شوي وؤ اؤ کله چې دغه تجویزونه ونه منل شول نو بیا پکې د کال، شپږو میاشتو اؤ درېوؤ میاشتو د مودې تجویزونه مخې ته راغلي وؤ چې هغې کې د دریوؤ میاشتو د مودې پراختیا سره حکومت اتفاق وکړو.

د طاهر خان په خبره که د دوؤ کالو لپاره د افغانانو د پراختیا موده غځول شوې وه نو افغانانو ته به یو اطمینان هم ترلاسه شوی ؤ اؤ د کډوالو د ویستلو په معامله کې چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ اړیکو کې کومه ترینګلتیا پېدا شوې وه هغې کې به ورسره کمی راغلی ؤ.

نوموړی زیاتوي چې پاکستان کې رجسټرډ افغانان خپل کاروبارونه لري،دلته یې خپله سرمایه لګولې ده، کورونه اؤ جاییدادونه یې دي نو دهغوي لپاره به هم ښه دا وه چې یو قناعت یې ترلاسه کړی وی چې سرمایه یې نه ډوبیږي.