په چمن لاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پرضد د نهې یا سې شنبې په ورځ د سرحدي ملیشه ځواکونو د مرکز مخې ته احتجاجي پرلت شوی.
په چمن لاره د تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت لخوا د پاسپورت او ویزې د لازمي کېدو پرضد د تېرو ۱۱۰ ورځو راهیسې د چمن په بېلابېلو ځایونو کې احتجاجي پرلت دوام لري.
د پرلت مشرانو په اتم فروﺭې د ټولټاکنو په مهال په چمن ښار کې د سرکاري دفترونو مخې ته د احتجاجونو کولو اعلان کړې و چې د پاکستان حکومت دې د دوی په مخ د چمن دﺭواﺯه خلاصه کړي.
تفصیل د نعمت الله سرحدي په ﺭاپور کې.