د پاکستان انتخابات: انتخابي نتيجې مخې ته راروانې دي

پاکستان کې د کال ۲۰۲۴م انتخابات سر ته رسېدلي، غېر حتمي نتيجې مخې ته راروانې دي، او تراوسه پورې د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه ورکړی شوو غېر حتمي غېر سرکاري نتيجو ترمخه د قامي اسمبلۍ نهه نتيجې مخې ته راغلي، څلور پاکستان مسلم ليګ ن، درې ازادو امېدوارانو او دوه پاکستان پيپلز ګوند ګټلي دي.

د قامي اسمبلۍ په ۲۶۵ څوکو انتخابات ترسره شوي، په يوه څوکۍ انتخابات ځنډول شوي او د ۲۵۶ حلقو نتيجې تراوسه مخې ته نه دي راغلي.

د الېکشن کمېشن د وېب پاڼې ترمخه، خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غېر سرکاري غېر حتمي نتيجو کې ۱۴ نتيجې مخې ته راغلي او ۱۴ سره ازادو امېدوارانو ګټلي دي.

خېبرپښتونخوا کې زيات ازاد امېدواران د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند تعلق لرونکي وو، د پي ټي آی نه انتخابي نخښه اخستل شوې ځکه یې امېدوارانو په ازاده توګه په انتخاباتو کې برخه اخسته.

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په ۱۱۵ څوکو کې په دوو حلقو انتخابات ځنډول شوي وو.

د الېکشن کمېشن د وېب پاڼې ترمخه، د پاکستان تر ټولو غټې صوبې پنجاب په ۲۹۷ څوکو کې په ۲۹۶ انتخابات شوي تراوسه پورې د څلورو حلقو غېر سرکاري غېر حتمي نتيجې خپرې شوي او څلورسره پاکستان مسلم ليګ ن ګټلي دي.

دغه ډول د سيند اسمبلۍ په ۱۳۰ څوکو ترسره شوو انتخاباتو کې تراوسه پورې د ۱۱ څوکو غېر حتمي غېر سرکاري نتيجې مخې ته راغلي او ټولې پاکستان پيپلز ګوند ګټلي دي.

د بلوچستان صوبې په ۵۱ څوکو ترسره شوو انتخاباتو يوه نتيجه هم د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه نه ده ورکړل شوې.

د وي او اې اردو ترمخه، د مسلم ليګ ن شهباز شريف د قومي او صوبايي اسمبلۍ دواړه څوکۍ ګټلي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر خان دعوه کړې، زياتې څوکۍ يې ګټلي دي.

د پاکستان الېکشن کمېشن ويلي وو د شپې ريټرننګ افسران پاپند دی چې د شپې دوه بجو پورې انتخابي نتیجې ورکړي او د شپې دوه بجو وروسته دې د بل سهار لسو بجو پورې نتيجې ورسوي او د نتيجو وروسته کېدو علت دې وښايي.

خو د انتخاباتو د نتيجو په وروسته کېدو په ټولنيزو رسنيو سختې نيوکې روانې دي.

پاکستان کې پرون د عامو انتخاباتو په ورځ موبايل فون او انټرنېټ بند کړی شوی وو، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، د ترهګرۍ د پېښو د مخنيوي دپاره دغه ګام پورته کړی شوی وو.

ملګرو ملتونو، اېمنسټي انټرنېشنل، پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم او سياسي ګوندونو د موبايل فون او انټرنېټ په بندولو اندېښنې څرګندې کړي دي.

پاکستان کې پرون د عامو انتخاباتو په مهال د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او ټانک سيمو کې په پوليسو چاودنه او وسله وال بريد شوی لږ تر لږه د پينځه پوليسو وژلو خبر ورکړل شوی او څو نور ژوبل شوي وو.

دغه ډول د بلوچستان صوبې په خاران سيمه کې د ليويز ځواک په ګاډي چاودنه کې د يو عسکر وژل کېدو خبر ورکړل شوی وو.

د پاکستان چيف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه ويلي، انتخابات په پرامنه توګه ترسره شوي دي.