په پاکستان کې ترسره شوؤ انتخاباتو کې زیاتره وتلي پښتانه سیاسي مشران پاتې راغلي دي اؤ په ځانګړي ډول بیا عوامي نیشنل ګوند په دې انتخاباتو کې یوه څوکۍ هم نه ده ګټلې.
د ای این پي مرکزي سینیر نایب صدر حیدر هوتي په الیکشن کې د ماتې خوړلو نه وروسته خپل شکست قبول کړی اؤ د ګوند د نایب صدارت له عهدې یې د استعفا ورکولو اعلان کړی دی.
څېړونکي وایي د پاکستان اسیټبلشمنټ مدام د خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده خو وایي پښتانه قام پرسته مشران هم په دې نه دي توانېدلي چې د ځوانان کول خواخوږۍ اؤ ملاتړ ځان ته رامات کړي چې دا یې موجوده انتخاباتو کې د شکست اصلي وجه ګرځېدلې ده.
خېبر پښتونخوا صوبې نه د قامي او صوبایي اسمبلیو په څوکیو زیات وتلي سیاسي، قام پرسته اؤ مذهبي مشران ټولټاکنو ته ولاړ وؤ چې تر اوسه مخې ته د راغلو رسمي اؤ غیر رسمي نتیجو له مخې په دې کې د عوامي نیشنل ګوند مشرانو یوه څوکۍ هم نه ده ګټلې.
همدا شان د جماعت اسلامي، قومي وطن پارټۍ اؤ د پرویز خټک په مشرۍ د تحریک انصاف پارلمنټیرینز کاندیدان هم په بشپړ ډول د ماتې سره مخ شوي دي.
د ای این پي صوبایي مشر ایمل ولي خان، مرکزي سینیر نایب صدر حیدر خان هوتي، میا افتخار حسین، سردار حسین بابک، حاجي غلام احمد بلور، ثمر بلور، جعفرشاه ، ایوب اشاړي اؤ ګڼ شمیر نور وتلي د ای این پي مشران په دې نه دي توانېدلي چې دې انتخاباتو کې ځان پارلیمان ته ورسوي.
همدا شان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق اؤ د ګوند نور کاندیدان یې، د تحریک انصاف پارلیمنټیرینز مشران پرویز خټک ، پخوانی وزیر اعلا محمود خان اؤ د ګوند نور کاندیدان یې اؤ د قامي وطن پارټۍ سکندر خان شیرپاؤ اؤ د ګوند نور کاندیدان یې په انتخاباتو کې د ماتې سره مخ شوي دي.
د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم بیا ډیره اسماعیل خان نه پخپله پلرنۍ حلقه ماتې خوړلې ده .
تر انتخاباتو وړاندې د عوامي نیشنل ګوند مشرانو اؤ فعالینو په سوشل میډیا دعوې کولې چې صوبه کې به راتلونکی حکومت د دوي وي خو پرویز خټک بیا دعوه کړې وه چې ازاد کاندیدان به د ځان سره ملګري کوي اؤ د صوبې راتلونکی وزیراعلا به هغه پخپله وي خو دغو دواړو ګوندونو بیا حتی تر دې مهاله یوه څوکۍ هم نه ده ګټلې.
د عوامي نیشنل ګوند مرکزي سینیر نایب صدر حیدر خان هوتي په ټولنیزه رسنۍ ایکس انتخاباتو کې خپله ماتې منلې ده اؤ د پارټۍ د عهدې نه یې د استعفا ورکولو اعلان کړی دی.
خو د پارټۍ صوبایي صدر ایمل ولي خان بیا تر دې دمه انتخاباتو کې د خپل ګوند په شکست څه نه دي ویلي.
څېړونکی اؤ خبریال فخر کاکاخیل وایي په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د نور پاکستان په نسبت عموما اسټیبلشمنټ په ټاکنو کې ګوتې وهي اؤ همدا لامل دی چې الیکشن کې اکثره په دې دواړو صوبو کې حیرانوونکې نتیجې مخې ته راځي.
هغه وایي د عوامي نیشنل ګوند د شکست په حوالې سره د اسټیبلشمنټ نه زیاته د ای این پي ستونزه خپله ده .
وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلی فخر کاکا خیل وایي عوامي نشنل ګوند د پښتون قام په نبض سم لاس نه دی اېښی .
"یو خو نظریاتي سیاست وي بېشکه ، خو اوس د ملک د نورو برخو پشان چې هلته شپیته فیصده د ځوان کول ووټ دی، عوامي نیشنل ګوند په ځوان کول کې هغه شان کار نه دی دی کړی اؤ په ډیجټيل سپیس کې پښتون خو تاسو ته ښه معلومه ده چې دده دعقل فیصلې د نورو صوبو په نسبت تر ډیره حده په جذباتو باندې ولاړې وي"
د فخر کاکاخیل په خبره ، که تاسو وګورئ نو کله په پښتونخوا صوبه کې ایم ایم ای ته فضا جوړه کړل شي، کله نیشنلیانو ته فضا جوړه کړل شوې، کله پي ټي آی ته فضا جوړیږي اؤ دا سیاسي فضا په ډیجیټل سپیس جوړیږي.
نوموړی وایي د ده په اند عوامي نیشنل ګوند به بې شکه چې د نظریاتو تر حده دې خاورې سره مخلص وي خو له بده مرغه دوي په رسنیو یا ډیجټیل اسپیس کې خپل انځور هغسې جوړ نه کړل شو څنګه چې پکار ؤ.
هغه زیاتوي ،اوس خلک بدلون غواړي اؤ اوس هم په دې ګوند د خان ازم یوه ټاپه یا چاپ شته نو د هغې په غبرګون کې هم دوي ته عموماً زیان رسیږي.
د ای این پي د ماتې په اسبابو د خبرو کولو لپاره وي او ای ډیوه ددغه ګوند د صوبایي مشر ایمل ولي خان اؤ د زلمو اؤ کلتوري څانګې د مشر خادم حسین سره هم د ټيلي فون له لارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو د هغوي موبایل فونونو هیڅ ځواب ونه ویلو.
فخر کاکاخیل وویل د قام پرستۍ په بنیاد د سیاست کولو لپاره اړینه ده چې وړومبی ځوان کول د قام پرستۍ د ارزښت نه هم خبر کړل شي اؤ د ځان سره په لاره مل کړل شي خو له بده مرغه دلته داسې هڅه نه ده شوې .