اسفندیار ولي: د پارلیمان دننه یو که بهر د پښتنو د حقونو جګړه به پرمخ وړو

پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوؤ پارلیماني ټاکنو کې له ماتې خوړلو وروسته د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان ویلي دوي که د پارلیمان دننه وي اؤ که بهر د خپلې خاورې اؤ قام خدمت اؤ دحقونو جنګ ته به ادامه ورکوي.

د اتمې فرورۍ انتخاباتو کې عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ یوازې یوه څوکۍ ګټلې ده اؤ په قامي اسمبلۍ کې یې هیڅ نشست نه دی ترلاسه کړی.

د ای این پي په دغه ماتې د ګوند مرکزي سینیر نایب صدر حیدر خان هوتي د پارټۍ د عهدې نه استعفا ورکړې ده. حیدر خان هوتي پخپله هم د مردان نه د قامي اؤ صوبایي اسمبلۍ په دواړو سیټونو ماتې خوړلې ده.

څېړونکي وایي په الیکشن کې د ای این پي د ماتې یوه ستره وجه دا وه چې دغه ګوند د ځوان کول په ملاتړ ترلاسه کولو کې پاتې راغلی اؤ هم یې په ټولنیزو رسنیو خپل غږ پښتنو ته هغه شان نه دی رسولی لکه څنګه چې پکار ؤ.

خو د خالي یا شنبې په ورځ د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفند یار ولي خان په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو بیان کې ویلي دي چې چې د هغه ګوند اؤ ذیلي تنظیمونو د پارټۍ د منشور هر کور ته د رسولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې اؤ محنت کړی دی.

هغه د خپل ګوند امیدوارانو اؤ پلویانو ته په انتخابي کپمپین شاباسی ویلی دی اؤ ویلي یې دي چې عوامي نیشنل پارټي په مستقله سیاسي مبارزه باور لري.

اسفندیار ولي د خپل ګوند په فعالینو غږ کړی دی چې د اتحاد اؤ یووالي په ښودلو سره خپلې حوصلې باید لوړې وساتي.

څېړونکي وایي د پاکستان اسیټبلشمنټ مدام د خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده خو وایي پښتانه قام پرسته مشران هم په دې نه دي توانېدلي چې د ځوانان کول خواخوږۍ اؤ ملاتړ ځان ته رامات کړي چې دا یې موجوده انتخاباتو کې د شکست اصلي وجه ګرځېدلې ده.

څېړونکي اؤ خبریال فخر کاکاخیل وي او ای ډیوه ته ویلي "که تاسو وګورئ نو کله په پښتونخوا صوبه کې ایم ایم ای ته فضا جوړه کړل شي، کله نیشنلیانو ته فضا جوړه کړل شوې، کله پي ټي آی ته فضا جوړیږي اؤ دا سیاسي فضا په ډیجیټل سپیس جوړیږي"

نوموړی وایي د ده په اند عوامي نیشنل ګوند به بې شکه چې د نظریاتو تر حده دې خاورې سره مخلص وي خو له بده مرغه دوي په رسنیو یا ډیجټیل اسپیس کې خپل انځور هغسې جوړ نه کړل شو څنګه چې پکار ؤ.

هغه زیاتوي ،اوس خلک بدلون غواړي اؤ اوس هم په دې ګوند د خان ازم یوه ټاپه یا چاپ شته نو د هغې په غبرګون کې هم دوي ته عموماً زیان رسیږي.

د ای این پي صوبایي مشر ایمل ولي خان، مرکزي سینیر نایب صدر حیدر خان هوتي، میا افتخار حسین، سردار حسین بابک، حاجي غلام احمد بلور، ثمر بلور، جعفرشاه ، ایوب اشاړي اؤ ګڼ شمیر نور وتلي د ای این پي مشران په دې نه دي توانېدلي چې په اتمه فرورۍ ترسره شوؤ انتخاباتو کې ځان پارلیمان ته ورسوي.

ددغه ګوند یوازې یو کاندید ارباب عثمان د پېښور نه د صوبایي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې ده.