د سياسي چارو پوهان وايي، پاکستان کې نوي جوړېدونکي حکومت ته به تر ټولو غټ چېلنج اقتصادي وي، نوی جوړېدونکی حکومت به دومره پياوړی هم نه وي چې د ملک دننه او بهرنيو چارو کلکې ازادې پاليسۍ جوړې کړي، خو ځینې بيا وايي، د مخلوط يا څو ګوندونو ګډ حکومت کې دا خېر هم وي چې واک د يو خاص ګوند په لاس کې نه وي خپلې امرانه فېصلې نه شي کولی.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي، د مسلم ليګ ن ګوند، پيپلز ګوند او نورو همخيالو ګوندونو ترمنځ په مرکز کې د حکومت جوړولو خبرې روانې دي، او تحريک انصاف ګوند هم دعوه کوي په مرکز کې به حکومت جوړوي.
د سياسي چارو کار پوهان او څيړونکي وايي نوی حکومت که د هر چا جوړيږي د ګڼو چېلنجونو سره به مخ وي.
د پارلیمان بالادستي
د جرلزم استاد ډاکټر توصيف احمد خان وايي، پاکستان کې چې کوم مخلوط حکومت جوړيږي، نه ښکاري چې دا وخت ملک د کوم سياسي بې ثباتۍ، اقتصادي مشکلاتو او نورو ستونزو سره مخ دی، دا مسلې به هوارې کړي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "حقيقي چېلنج خو دا دی چې د پارلیمان بالادستي قايمه شي د رياست په ټولو ادارو باندې، خو دوی (سياسي ګوندونه) دومره کمزوري دي چې دوی به د پارلیمان بالادستۍ پله نه لاړ نه شي ځکه چې دوی نامزد کړل شوي دي، غټ چېلنج به د اقتصاد ښه کول وي، خو يو کمزوری حکومت نه رياستي ډهانچه کمولی شي، نه د هند سره تجارت کولی شی، نه دفاعي اخراجات کمولی شي او نه د ټېکس راټولو شرحه سېوا کولی شي".
د نوموړي په خبره، هیڅ بدلون نه دی راغلی اړی ګړی به سېوا کيږي ځکه چې د پارلیمان او ولس ترمنځ فاصله زياتيږي.
هغه زياته کړه، "د انتخاباتو کېدل پکار وو د انتخاباتو کېدل ښه عمل وو خو د بده مرغه رڼې ټاکنې ونه شوې پوښتنې پرې راولاړې شوې بحران جوړ شو، جمهوريت د دې ملک په ګټه دی، خو دا انتخابات د جمهوريت په ګټه نه تماميږي ځکه روڼتيا پکې نشته او د ولس اکثريت په دې نظر دی چې منتخب شوي استازي د دوی حقيقي استازي نه دي، فاصلې زياتې شوې".
د وېشلي واک ګټې او تاوانونه
پېښور کې د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسیاتو د څانګې استاز ډاکټر شانواز مشال وايي، په پارليماني جمهوري نظام کې داسې وېشلی مېنډېټ (د خلکو د ورکړل شوو رایو) په نتيجه کې مخلوط حکومت راتلل کومه نااشنا خبره نه ده، په نړۍ کې چې چرته داسې پارليماني جمهوري نظام وي هلته اکثره داسې مخلوط حکومت جوړيږي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د مخلوط حکومت جوړېدلو"اثرات په پاليسو منفي هم کېدلی شي او مثبت هم کېدلی شي، دلته خو په پاکستان کې په مجموعي توګه جمهوريت کمزوری غوندې وي نو په هغې کې چې کله مخلوط حکومت راشي نو د هغې باره کې دا تصور جوړ شي چې دا به هغه شان زړورې فېصلې نه وکړی شي په مختلفو مسلو باندې، که معاشي، دفاعي او بهرنۍ مسلې وي".
خو ورسره نوموړی وايي، "د مخلوط حکومت خپله ګټه هم وي مختلف سياسي ګوندونه په يو حکومت کې راشي، نو لږې امرانه فېصلې که د يو اکثريتي ګوند په شکل کې مخې ته راتلی شي نو د هغې خطره ختم شي".
د شانواز مشال په خبره، منفي اړخ یې"مخلوط حکومت کمزوری وي، په دې باندې د بهر خلکو اعتماد لږ کم وي".
اقتصادي چېلنج
په کراچۍ کې د يو شخصي ټي وي چېنل بېورو چيف محمد عمران احمد وايي، ملک ته دا وخت تر ټولو غټ چېلنج اقتصادي دی ځکه چې په ملک کې کوم قرضونه روان دي او د نړيوالې مالياتي ادارې سره د پورې خبرې هم کيږي، او اقتصادي چېلنج په دې حواله ډېر مهم دی چې عام خلک ترې اغېزمن دي او خلک نور د ګرانۍ زغم نه لري.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "نوی حکومت ته به کلک اقتصادي جوړول وي چې خلکو ته ريليف ورکړي، حکومت خپلې خرڅې راکمې کړي او دا غټ چېلنج دی".
د نوموړي په خبره، "د بده مرغه سياستوال د ولس په مسلو ډېر غور نه کوي خپلو شخصي سیاسي مسلو ته لومړیتوب ورکوي او د پاکستان ټيلي ويژن چېنلې هم د ولس پرېشانۍ نه په ګوته کوي څومره چې سياسي هلوځلو ته ځای ورکوي".
پاکستان کې د اتمې فرورۍ وروسته په مرکز او صوبو کې د نوو حکومتونو جوړولو خبرې روانې دي، مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند ويلي، په مرکز کې د حکومت جوړولو د مشورو دپاره ټاکل شوو کميټيانو یې لیدلي او په مسلو غږېدلي دي. مسلم ليګ ن ګوندد وزيراعظم د څوکۍ دپاره شهباز شریف نومول دی.
پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند دواړو ويلي، د استازو غونډه یې شوې، او په دې یې اتفاق کړی دی چې يو مستحکم جمهوري حکومت د وخت ضرورت دی، د دې دپاره چې ملک د ورپېښو معاشي، سياسي، امنيتي او ترهرګرۍ په څېر چېلنجونو نه رابهر کړي، ولس د ګرانۍ، بې روزګارۍ او عدم تحفظ څخه خلاص کړي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند هم دعوه کوي چې په مرکز کې به حکومت جوړوي، او عمر ايوب خان یې د وزيراعظم د څوکۍ دپاره نومولی دی.
د تحریک انصاف ګوند يو مشر عاطف خان ويلي، اول کار یې، د هغه په وينا د "د پي ټي آی غلا شوی مېنډېټ ترلاسه کول دي او چې خپل مېنډېټ ترلاسه کړي او حکومت جوړ کړي نو د خلکو خدمت به وکړي".