پاکستان کې د مذهبي سياسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان دعوه کړې چې د پخواني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه، او استخباراتي ادارې (آی اېس آی) پخواني مشر او پېښور پخواني کور کمانډر جنرل فېض حميد په وينا یې د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد يا بې باورۍ تحریک راوړی وو.
مولانا فضل الرحمان دغه خبره د پاکستان يو شخصي ټي وي (سما) سره په مرکه کې کړې ده.
د عمران خان د حکومت په وخت مخالفه ګوندونو د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان ډېموکرېټک مومنټ (پي ډي اېم) په نوم اتحاد جوړ کړی، چې په کې مسلم ليګ ن، په اول سر کې پاکستان پيپلز ګوند او ځينې نور ګوندونه هم شامل وو.
عمران خان د کال ۲۰۲۲ د اپرېل په ۹مه نېټه پارليمنټ کې د عدم اعتماد ووټ د لارې د وزیراعظمۍ د څوکۍ نه لرې کړی وو. او بيا د عمران خان مخالفینو نوی ایتلافي حکومت جوړ کړی او شهبازشریف یې وزیراعظم ټاکلی وو.
عمران خان هغه وخت تور لګولی وو چې د هغه د حکومت پرضد امريکا سازش کړی او دلته په پاکستان کې مخالفه ګوندونه په دغه سازش کې شامل شوي او هغه يې د وزيراعظمۍ نه لرې کړی وو. امریکا او د پاکستان تېر اتحادي حکومت د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړي وو.
او عمران خان د خپل حکومت ختمېدو په اړوند بيا وايس اف امریکا سره په يوه مرکه کې ويلي وو،
"چې څه هم شوي دي او اوس مخې ته را روان دي، امریکا زما د لرې کولو نه وو ويلي، د بده مرغه اوس چې کوم شواهد مخې ته راځي، جنرل باجوه [د پاکستان د پوځ مخکينی مشر] امریکايانو ته ويلي وو چې زه [عمران خان] د امریکا مخالف يم، ځکه زما د لرې کولو منصوبه د هلته [امریکا] څخه دلته [پاکستان] ته نه ده راغلې د دلته نه هلته لېږل شوې".
د نوموړي نه پوښتنه شوې وه چې اوس هم يقين لرې چې امریکا ستاسو په لرې کولو کې رول درلود؟ هغه ويلي، "سايفر رښتيا وو، خو دغه خبره اوس تېره شوې ده".
SEE ALSO: فضل الرحمان: اپوزيشن هم غواړي چې اسټبلشمنټ بې طرفه ويمولانا فضل الرحمان د سما ټي وي سره په مرکه کې زياته کړې، د عدم اعتماد د تحريک په وخت ورسره د جنرل باجوه او جنرل فېض رابطې وې، او "د هغو په موجودګۍ د ټولوسياسي ګوندونو مشران رابلل شوي او ټولو ته یې ويلي وو چې داسې به کوئ، چې مخکې به څنګه ځئ".
هغه ويلي، "پاکستان پيپلز ګوند د عدم اعتماد تحريک مخ په وړاندې بوتللی او مهر یې پرې لګولی وو".
د پاکستان پوځ د مولانا فضل الرحمان دعوې ته رسمي کوم غبرګون نه دی ویلي، خو د پاکستان په پوځ تل په سياست کې د لاسوهنې، حکومتونو جوړولو او غورځولو تورونه لګي.
او د پاکستان مخکيني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ريټايرډ کېدو نه لږه موده وړاندې د کال ۲۰۲۲م د نومبر په ۲۳مه نېټه خپله وروستۍ وينا کې اعتراف کړی وو، چې پوځ د ۷۰ کالو نه په سياست کې مداخلت کړی خو پوځ فېصله کړې چې نور به په راتلونکې کې په سياست کې لاسوهنه نه کوي.
د مولانا فضل الرحمان دعوې ته په غبرګون کې د پاکستان پيپلز ګوند ویاند فېصل کريم کنډي دغه بيان رد کړی نه دی خو ويلي يې دي، "مولانا فضل الرحمان دې اووايي چې په تېر حکومت کې تر ټولو زياته ګټه چا ترلاسه کړې وه، څلور غټ وزارتونه د چا سره وو؟"
او د مسلم ليګ ن وياندې مريم اورنګزېب د جيو ټي وي سره په خبرو کې د مولانا فضل الرحمان دعوه رد کړې ده.