پي ټي آی د وزیراعظم د څوکۍ خپل امېدوار اعلان کړی او د مولانا فضل الرحمان سره یې ليدلي

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند د وزیراعظم د څوکۍ دپاره خپل امېدوار اعلان کړی اود دې ګوند چارواکو د خپل سياسي مخالف جمعيت علمااسلام ف ‏ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان سره ليدلي دي.‏

پاکستان کې د اتمې فرورۍ وروسته په مرکز او صوبو کې د حکومتونو جوړولو دپاره د سياسي ګوندونو هلې ځلې روانې دي. پاکستان مسلم ليګ ن او ‏پيپلز ګوند ترمنځ د حکومت جوړولو دپاره مشورې دوام لري او مسلم ليګ ن د وزیراعظم د څوکۍ دپاره شهباز شریف نومولی دی.‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند چې امېدوارانو یې په ازاد حيثيت په انتخاباتو کې برخه اخستې، وايي زياتې څوکۍ یې ګټلي، په مرکز، خېبرپښتونخوا او ‏پنجاب کې به حکومت جوړوي.‏

د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر اسد قېصر پرون په اډياله جېل کې د عمران خان سره ليدو وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي چې عمر ايوب به ‏یې د ګوند لخوا د وزيراعظم امېدوار وي.‏

هغه زياته کړې، عمران خان ورته ويلي چې د ټولو هغو سياسي ګوندونو سره تماس ونيسي څوک چې په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګوي.‏

پاکستان کې د اتمې فرورۍ په انتخاباتو نه يواځې په ملک کې دننه سیاسي ګوندونه د درغلۍ تورونه لګوي او احتجاجونه کوي، امریکې، برتانيې او ‏يورپي يونين هم د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډي او تحفظاتو څرګندونه کړې او پلټنو غوښتنه یې کړې ده.‏

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ انتخاباتو ته منصفانه ويلي او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي دي.‏

پاکستان تحریک انصاف او جمعيت علمااسلام ف چې په تېر وخت کې سياسي مخالفين پاتې شوي، د اسد قېصر په مشرۍ پلاوي تېر ماسخوتن ناوخته د ‏مولانا فضل الرحمان سره ليدلي دي.‏

د ليدو وروسته د جمعيت علما اسلام ف ګوند حافظ حمدالله او د تحريک انصاف ګوند بېرسټر سېف مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، په خبرو کې په دې دې ‏نکته اتفاق شوی چې انتخاباتو کې درغلي شوې ده. دوی ويلي د راتلونکې خبرې به په راتلونکې کې کوي.‏

د عوامي نیشنل ګوند سيکرټري جنرل میا افتخار حسېن د پي ټي آی د اسد قېصر لخوا د رابطې په غبرګون کې ويلي، "پښتونخوا کې د درغلۍ د لارې پي ‏ټي آی ته حکومت ورکړل شوی، اې اېن پي دريځ لري چې د پي ټي آی ملاتړ شوی او مونږ ته ماتې راکړل شوې ده. اې اېن پي ګڼي په دې حالاتو کې د پي ټي ‏آی سره د ګوند په حېث مذاکرات مناسب نه دي".‏

اې اېن پي هم په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګوي.‏

د پي ټي آی او مولانا فضل الرحمان ملاقات ته سياسي ګوندونو غبرګون ويلی دی.‏

د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند خواجه سعد رفيق په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي، ‏‏"مولانا فضل الرحمان جید عالم دين او هوښيار سياسي مشر دی، د هغه د دريځ سره اختلاف کېدی شي د احترام سره نه، پي ټي آی د هغه سپکاوی کړی، ‏تورونه/بهتان يې پرې ګولي او کنځلې یې ورته کړي، نن د پي ټي آی مشرتابه د هغه په کور حاضره شوه، هره ویلې خبره په خله راځي".‏


د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مشر نواز شریف د انتخاباتو په دويمه ورځ د خپل ګوند د بريا اعلان کړی او ويلي یې وو، شهباز شریف ته يې ويلي، چې د ‏پاکستان پيپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري، د جمعيت علمااسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او متحده قومي مومنت د مشر مقبول صديقي سره ‏رابطې وکړي.‏

خو مولانا فضل الرحمان تور پورې کړی چې په عامو انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې، او ګوند یې فیصله کړې ده چې د حکومت برخه به نه جوړېږي او په ‏قومي اسمبلۍ کې به د اپوزیشن کردار تر سره کوي.

نوموړي د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف ته بلنه ورکړې وه چې په اپوزیشن کې ورسره ملګری شي.

د پاکستان مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند او اېم کيو اېم ترمنځ په مرکز کې د حکومت جوړولو دپاره خبرې روانې دي.‏

د پي ټي آی او مولانا فضل الرحمان ملاقات ته په غبرګون کې د پيپلز ګوند ویاند فېصل کريم کنډي ويلي، ‏
‏"ښکاري چې دواړو (پي ټي آی او جمعيت علمااسلام ف ګوند) خپله نظريه دفن کړې، اوس ګورو چې دواړه د يو بل نه معذرت کله کوي".‏

د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د ورکړل شوو غېر حتمي نتيجو ترمخه، د قومي اسمبلۍ په ‏‎۲۶۶‏ کې په ۲۶۴‎‏ ترسره شوو انتخاباتو کې، ۱۰۱ څوکۍ آزادو ‏امېدوارانو (چې زياتره تحریک انصاف پلوه دي)، ۷۵ مسلم ليګ ن ګوند، ۵۴ پاکستان پيپلز ګوند، ۱۷ متحده قومي مومنټ، او پاتې بيا نورو ګوندونو ‏ګټلي دي.‏

د تحریک انصاف امېدوارانو په ازاد حيثيت په انتخاباتو کې برخه اخستې. د پي ټي آی وياند روف حسن د نهې/ سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې يوه خبري ‏غونډه کې دعوه کړې وه چې د قومي اسمبلۍ ۱۸۰ څوکۍ یې ګټلي او په مرکز کې به حکومت جوړوي.‏

او د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ويلي وو د وزیراعظم په ټاکنه کې به د مسلم ليګ ن امېدوار ته ووټ ورکوي او زياته کړې یې ده، د مسلم ‏ليګ ن ګوند سره اکثريت نشته خو پي ټي آی ویلي چې د پيپلز ګوند سره خبرې نه کوي.‏