د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ته د اورول شوو سزاګانو ضد دوه عدالتونو ته درې خواستونه شوي دي.
عمران خان او مېرمن ته یې د عدت قضيې او توشه خانې په قضيه کې، او عمران خان او شاه محمود قرېشي ته د سايفر قضيه کې سزاګانې اورول شوې وې.
عمران خان ته په درېو قضيو کې په مجموعي توګه د 31 کالو بند سزاګانې اورول شوې دي.
د تحریک انصاف ګوند يو مشر او وکيل لطيف کهوسه ويلي، د سايفر او توشه خانې قضيه کې د اورول شوو سزاګانو ضد اپيلونه یې اسلام اباد هايکورټ ته کړي او د عدت قضيې په اړه سيشن کورټ ته خواست شوی دی.
د عدت قضيه کې په درېمه فرورۍ جج قدرت الله په اډياله زندان کې دننه عمران خان او بشرا بي بي ته د عدت دوران کې د نکاح کولو په ثابتېدو د 7، 7 کالو د بند او 5، 5 لکو روپو د جرمانې سزا اورولې وه.
د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د نومبر په میاشت کې د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی وو چې د عمران خان او بشرا بي بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو.
احتساب عدالت په 31مه جنورۍ عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د توشه خانې قضيه کې د 14, 14 کلونو بند سزا اورولې، او عمران خان یې د لسو کالو دپاره نااهله کړی وو.
عدالت دواړو ملزمانو (عمران خان او بشرا بي بي) ته د يو ارب او 75 کروړه روپیو جرمانې ورکولو حکم هم کړی وو.
له دې یوه ورځ وړاندې عمران خان او پخواني خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ته د سايفر قضيه کې د لسو لسو کالو بند سزا اورول شوې وه.
د سايفر قضيې دپاره جوړ ځانګړي عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنېن په 30مه جنورۍ د سایفر قضيه کې لنډه فېصله اورولې وه.
توشه خانه
توشه خانه د پاکستان د کابینې ډویژن هغه څانګه ده چرته چې پاکستاني چارواکو ته د بهرنيو هیوادونو څخه ورکړی شوې ډالۍ ایښودل کیږي.
د پاکستان الېکشن کمېشن د کال 2022م په 21 اکتوبر د عمران خان پرضد د توشه خانې د مقدمې فېصله اورولې او عمران خان يې نااهله ګرځولی وو.
د عمران خان په ضد دغه مقدمه تېر کال د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلی، او دا رېفرنس تېر حکومتي اتحاد جمع کړی وو.
په عمران خان تور لګول شوی وو چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخیستې يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه وو ښکاره کړي.
پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه، یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخیستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.
سایفر قضيه
په پخواني وزيراعظم عمران خان تور وو چې اووم مارچ 2022م یې د امریکې څخه ترلاسه کړی سایفر د خپلو شخصي ګټو دپاره کارولی او د ملي امنیت خیال یې نه وو ساتلی.
په 13م دسمبر د سايفر قضيه کې د عمران خان او د هغه د حکومت د پخواني وزير شاه محمود قرېشي باندې فرد جرم لګول شوی او دواړو د صحت جرم نه انکار کړی وو،
د ياد تور په اساس د تېر کال 2023م د اګست په 15مه مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) د عمران خان ضد د ملک د پټو رازونو ښکاره کولو قانون (افيشل سيکرټ اېکټ) په سرغړونه کولو مقدمه درج کړې وه.