په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت سرپرست مرستیال خارجه وزیر ښاغلي شیر محمد عباس ستانکزي ویلي، افغانستان نه تر اوسه د ډیورنډ کرښه په رسمیت منلې اؤ نه به یې ومني.
نوموړی وایي، دا کرښه انګریزانو د افغانانو په زړه باندې راښکلې ده، اؤ د کرښې دواړو غاړو ته پراته قامونه هیڅوک نه شي جلا کولی.
د طالبانو د حکومت د لوړ پوړي چارواکي دې څرګندونو ته پاکستان چټک غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي چې په عبث اؤ د غرض نه په ډکو دعوؤ هیڅوک د نړیوالو قوانینو حقیقتونه نه شي بدلولی.
افغانستان نه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۵م کال د نمانځنې په اړه لوګر ولایت کې راجوړې شوې یوې دستورې ته خپله وینا کې ښاغلي ستانکزي ویلي دي، "نیم ټوټه افغانستان نن جلا اؤ د ډیورنډ د کرښې هغه غاړه پروت دی".
نوموړي ویلي “دا هغه فرضي کرښه ده چې انګریزانو د افغانانو په زړه باندې تېره کړې ده اؤ نن زمونږ په ګاونډ کې زمونږ شرق همسایه په ډېر ظالمانه صورت سره مهاجرین له هغه ځایه راوباسي اؤ ورته وایي چې تاسو خپل وطن ته ولاړ شئ”.
نوموړي پاکستان ته په اشارې سره ویلي، "دوي بیا په دې شرمیږي هم نه، له دې حیا هم نه ورځي چې دا وطن خو د دوي(افغانانو) وطن دی، زمونږ خو نه دی کنه".
هغه وایي پاکستان د افغانانو په خاوره کې اغزن تار تېر کړی اؤ د افغانانو نه د ویزې اؤ پاسپورټ تقاضا کوي خو د نوموړي په وینا "دا وېزه اؤ پاسپورټ قطعاً قابل د قبول نه دي اؤ نه عملي کیدلی شي".
ښاغلي ستانکزي د ډیورنډ دواړو غاړو ته ابادو قامونو ته په اشارې کولو سره ويلي "دا قامونه څوک نه شي سره جلا کولی،بلکې عمل د دوي، دا تصمیم به د دوي لامل ددې شي چې بیا به د ۱۹۷۱م کال د بنګال موضوع راسرته کیږي،اؤ دا ملکونه به ازادېږي".
نوموړی وایي ، "دا چې افغانستان په دې شلو کلو کې هره مرمۍ راغلې،هر توپ راغلی،هره طیاره راغلې اؤ زما د "مجاهد" په تندي لګېدلې، په سینه لګېدلې ددې تاریخ معلوم دی، خلک یې معلوم دي، مدعیان یې معلوم دي، اؤ که افغانستان ارامه کېدو ، پخپلو پېښو درېدو بیا به د هرې مرمۍ حساب درسره کوؤ"
د طالبانو د حکومت د مرستیال خارجه وزیر دې څرګندونو ته د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ پخپل غبرګون کې ویلي چې بې ځایه دعوې اؤ بیانونه نه خو تاریخ اؤ نه د نړیوالو قوانینوحقیقتونه بدلولی شي.
ویاندې ویلي، مونږ افغانستان ته مشوره ورکوؤ چې هغوي په ولسي کچه د داسې اعلانونو له لارې د ولس د پام ګرځولو پر ځای باید د حقیقي سلامتۍ په اړوند د پاکستان اندېښنې لري کړي.
د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي،پاکستان د ریاستي اړیکو د اصولو په اساس د افغانستان د پولې پورې غاړه ته د خلکو اؤ سامانونو اړولو په اړه اسانتیاؤ ورکولو ته ژمن دی اؤ په دې اړه یې خپل ګامونه دوامداره ساتلي دي.
د ډېورنډ د کرښې تړون :
د ډیورنډ کرښه ٢٦۴٠ کلومیټره اوږدوالی لري چې پاکستان د افغانستان نه بېلوي او د پښتنو سیمه یې وېشلې ده.
په کال ١٨٩٣ دا د هاغه وخت د هند د واکمن انګرېز حکومت د استازي سر مورټیمر ډیورنډ اؤ د افغانستان د باچا امیر عبدالرحمن خان تر منځ ددې کرښې راښکلو موافقه شوې وه.
دې تړون په لومړي ځل په نقشه د افغانستان او هند ترمنځ پوله واضحه کړې وه، چې دا له کوم ځای څخه پېل کیږي او کوم ځای باندې ختمیږي.
د تاریخي حوالو له مخې د امیر عبدالرحمان نه وروسته د هغه ځای ناست امیر حبیب الله خان په کال ١٩٠٥ کې د هند برتانوي حکومت سره بیا د سره بله لوظنامه لاسلیک کړه او د ډیورنډ په کرښه یې د برتانیې دریځ یې ومنلو.
تاریخ وایي چې د کال ١٩١٩ انګرېز- افغان لوظنامې ترمخه، افغانستان د خپلې ازادۍ داعلان پرمهال یو وار بیا خپلې زړې لوظنامې تائید کړې چې پکښې د ډیورنډ کرښې لوظنامه هم شامله وه.
په کال ١٩۴٧ کښې د هند د ویش وروسته دا سیمې د پاکستان برخې وګرځیدلې خو افغانستان غوښتل چې برتانیا او پاکستان دې د دې سیمې پښتنو له د خپلې خپلواکۍ حق ورکړي چې پاکستان او برتانیه دواړو ترې انکار وکړو.
پاکستان اوس د ډيورنډ کرښه افغانستان د نړیوالې پولې په توګه یادوي خو افغانستان دغه کرښه د پولې په توګه نه مني اؤ وایي ددې کرښې په اړوند د پرېکړې واک یوازې د ولس سره دی.