د پي‌ ټي‌ آي لیک: آي ایم اېف دې پاکستان ته د پور ورکولو پر مهال د ملک سیاسي ثبات نظر کې وساتي

پاکستاني رسنیو د تحریک انصاف ګوند له لوري نړیوالې مالیاتي ادارې( آي ایم ایف) ته د لېږل شوي لیک جزیات مخې ته راوړي دي چې له مخې یې آي ایم ایف نه غوښتنه شوې ده چې پاکستان ته د پور ورکولو په مهال د ملک سیاسي ثبات باید په نظر کې وساتي.

پي ټي آي واضحه کړې ده چې ددې لیک د لېږلو مقصد یې هیڅکله د آي ایم ایف د پور مخه نیول نه دي خو نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وایي چې تحریک انصاف ته به ددې لیک سیاسي قیمت پرېکول وي.

دغه لیک چې د پي ټي آي ویاند روف حسن د نړیوالې مالیاتي ادارې منیجنګ ډایریکټرې ته لیکلی، پکې ویل شوي چې د پي ټي آي د باني(عمران خان) په وینا اؤ د هغه له لوري آي ایم ایف ته لېږل کیږي.

لیک کې ویل شوي د پي ټي آي باني چیرمین د آي ایم ایف اؤ دپاکستان د ریاست ترمنځ په داسې هیڅ تړون یا سهولت کې منځته راتله نه غواړي چې د قرضونو په ورکړه کې د مرستې لپاره وي.

لیک کې ویل شوي چې مونږ د حکومت سازۍ ، د قرضونو د اداییګۍ اؤ د قانون د حکمرانۍ لپاره د آي ایم ایف د تړون له اهمیته خبر یو اؤ پي‌ ټي آي د آي ایم ایف د سهولت مخې ته خنډ کېدل نه غواړي ځکه چې دا هغه سهولت دی چې د هیواد د اوږدې مودې ټولنیزې ښېګړې ته وده ورکوي.

د لیک د متن ترمخه یوازې د منتخب حکومت سره مذاکرات کیدای شي اؤ پي ټي آي د پاکستان تر ټولو ستر اؤ مقبول ګوند دی.

لیک کې ویل شوي چې د پاکستاني ولس د مرستې نه برخمن یو منتخب حکومت د پورونو په اړه د خبرو اترو واک لري.

د پي ټي آي لیک کې ویل شوي ، دا یو حقیقت دی چې کله یو داسې حکومت په ملک مسلط کړل شي چې د ولس حقیقي ملاتړ نه لري نو هغه د هیواد د چارو پرمخ د بوتللو هیڅ اخلاقي حیثیت نه لري اؤ د ټیکس په اړه هیڅ ګامونه نه شي اخستی.

خط کې ویل شوي چې په اتمه فرورۍ په شوؤ انتخاباتو د 50 اربه روپو لګښتونه شوی خو په دې انتخاباتو کې په پراخه کچه مداخله اؤ د رایو په شمېره اؤ حتمي نتیجو کې درغلۍ شوي.

لیک کې ویل شوي، دا درغلۍ دومره ډاګیزې وې چې امریکې، برتانیې اؤ د اروپاي اتحادیې هیوادونو هم د انتخاباتو د رڼو اؤ بې پلوه پلټنو غوښتنې کړې دي.

لیک کې غوښتنه شوې ده چې آي ایم ایف دې پاکستان ته د مالي اسانۍ ورکولو نه وړاندې د ښې حکومتولۍ سره،سره نور شرطونه هم کښیږدي.

لیک کې په آي ایم ایف ټینګار شوی دی چې په دوؤ اوونیو کې دننه باید د قامي اؤ صوبایي اسمبیلو د 30 څوکیو اډټ یا کره کتنه باوري کړي اؤ پاکستان ته د پور ورکولو په مهال دې د هیواد سیاسي ثبات په نظر کې ونیسي.

خط کې ویل شوي چې د اي ایم ایف داسې کردار به د پاکستان اؤ ددې د ولس لپاره یو مثالي خدمت وي اؤ دا ګام ملک کې د دایمي خوشحالۍ،پرمختیا ، ترقۍ اؤ اقتصادي ثبات لامل جوړیدای شي.

د تحریک انصاف ګوند لخوا آي ایم ایف ته لیږل شوي خط ته خپل غبرګون کې د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي نړیوالې مالیاتي ادارې ته لیک استول یو غیر ذمه دارانه ګام دی.

د یو شخصي ټي وي چینل سره د مرکې په مهال چې کله ښاغلي کاکړ نه د پي ټي آي لخوا آي ایم ایف ته د لیږل شوي خط په اړه پوښتنه وشوه نو هغه یې په ځواب کې وویل، د انتخابي معاملو فورم آي ایم ایف نه دی ، پي ټي‌ آي ته به ددې اقدم سیاسي قیمت پرېکول وي.

خو د تحریک انصاف ګوند چیرمین بیرسټر ګوهر بیا یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي دي چې ددغه خط له لارې یوازې آي ایم ایف ته د هغوي ژمنه وریاده کړل شوې اؤ د لیږل شوي لیک له لارې پي ټي‌ آي نه غواړي چې پاکستان ته د ورکړل کیدونکي پور مخې ته خنډان راولاړ کړي.

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات شوي خو د تحریک انصاف په ګډون یو شمیر نور ګوندونه دې انتخاباتو کې د درغلۍ اؤ مداخلې تورونه لګوي .

د پاکستان الیکشن کمیشن وایي چې انتخاباتو کې درغلي نه ده شوې خو څېړونکي بیا وایي چې که د شوؤ انتخاباتو په نتیجه کې ملک کې د هر چا حکومت جوړیږي په وړاندې به یې سخت سیاسي اؤ اقتصادي چیلنجونه وي .

څېړونکي وایي د ملکي معاملو پرمخ وړلو لپاره به د پاکستان راتلونکی حکومت مجبور وي چې یو وارې بیا د پور لپاره آي ایم ایف ته رجوع وکړي.