د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور منتخب شوی، او د وزيراعلا په حېث یې اسمبلۍ کې خپله لومړۍ وينا کې ويلي، صوبې ته تر ټولو غټ چېلنج د ترهګرۍ ورپېښ دی، هغه د صوبې په وسايلو او اصلاحاتو هم خبرې کړي دي.
علي امين ګنډاپور په عامو انتخاباتو کې د تحریک انصاف حمايت يافته په ازاد حيثیت د ډېره اسماعيل خان نه کامیاب شوی وو.
په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې نن د وزیراعلا د انتخاب ټاکنه وشوه، علي امين ګنډاپور چې د تحریک انصاف حمایت يافته ازاد کامياب شوو غړو، چې وروسته په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي حمایت ورته ترلاسه وو، 90 ووټونه یې اخستي او وزيراعلا منتخب شوی دی.
د هغه په مقابله کې د مسلم ليګ ن ګوند د وزیراعلا امېدوار عبادالله خان 16 ووټونه اخستي او جمعيت علمااسلام ف ګوند د وزيراعلا د انتخاب په عمل کې برخه نه ده اخستې.
علي امين ګنډاپور د وزيراعلا په حېث خپله لومړۍ وينا کې وويل، په صوبه کې چې د تحریک انصاف ګوند د غړو پرضد کومې مقدمې درج شوي او هغه قانوني نه دي پوليس دې په يوه اوونۍ کې هغه مقدمې بيرته واخلي کنه پرضد به یې کارروایي کولی شي او سزا ته دې تیار شي.
هغه وویل، "خېبرپښتونخوا ته تر ټولو غټ چېلنج د ترهګرۍ ورپېښ دی، زما يقين او امېد دی چې خدای تعالا به په مونږ رحم وکړي مونږ چې کومې قربانۍ ورکړي مونږ به د ترهګرۍ په خاتمه کې کامياب شو".
صوبې ته د اقتصادي چېنلجونو په حواله یې وويل، "اقتصادي حالات څنګه چې د پاکستان دي دغه ډول د خېبرپښتونخوا دي، په قرضونو قومونه نه جوړيږي مونږ به ټېکسونه سېوا کوو، په غټو خلکو چا چې لوټ مار کړی دی د هغو نه به ټېکس اخلو".
ګنډاپور وويل، "په صوبه کې به سېلګرۍ ته، معدنياتو ته وده ورکوو، امدن به ترې ترلاسه کوو".
هغه زياته کړه، "مونږ به د خپلو معدنياتو لوټ مار نه پرېږدو". هغه وويل، کرکيله به سېوا کوو چې د خوراک کمی ختم کړو لفټ کينال به جوړوو که حکومت مو مرسته نه کوله په خپله به یې جوړوو، د خپلې بجلۍ د حق دپاره غږ پورته کوو.
د ګنډاپور په خبره، "ښځو ته به په وراثت کې حق ورکوو او ويړيا مرستې به یې کوو، خلکو ته به د روزګار موقعې برابروو. په صوبه کې به د ګېس او تېل په ذخيرو کار کوو، د صحت کارډ به ورکوو او د روژې د پيل سره به هغه هم شورو شي".
د خېبرپښتونخوا نوي منتخب وزيراعلا وويل، د ولس د مسلو د هوارولو دپاره قانون سازي کوو او اصلاحات به کوو.
علي امين ګنډا پور د خپلې پلارنۍ سيمې خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان څخه د صوبايي اسمبلۍ او قومي اسمبلۍ په دواړو څوکو د تحریک انصاف پلوه ازاد امېدوار وو.
علي امين ګنډا پور د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د حلقې پي کی 113 او د قومي اسمبلۍ په څوکۍ اېن اې 44 دواړو کامياب شوی وو.