پاکستان کې د بارانونو په ورستۍ لړۍ کې لږ تر لږه 29 کسان مړه شوي، ورسره پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) د بارانونو او واورې د ورښت امکان څرګند کړی دی.
د اېسوسي اېټډ پرېس د خبر ترمخه، پاکستان کې په ځانګړي ډول شمال ختيځو سیمو کې د بارانونو او واورې ورښت سره د غرونو ښوېدو، بېلابيلو پېښو کې لږ تر لږه 29 کسان مړه شوي او د 50 پورې نور ژوبل شوي، ګڼ کورونه غورځېدلي او د غرونو ښوېدو له امله سړکونه بند شوي دي.
پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېن ډي اېم اې) پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ ويلي، په ملک کې د بارانونو تازه لړۍ په بلوچستان او سيند صوبو کې کمزوري کېدو امکان دی خو د راتلونکو 12نه تر 24 ساعتونو پورې په خېبرپښتونخوا، ګلګت او کشمير سره برني پنجاب کې د باران او واورې امکان دی.
اېن ډي اېم اې ويلي، د لويديځو هواګانو له امله د بارانونو بله لړۍ د پينځم نه تر اووم مارچ پورې بلوچستان، خېبرپښتونخوا، کشمير، ګلګت او برنی پنجاب په ممکنه توګه اغېزمنولی شي.
خېبرپښتونخوا د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) پرون ويلي، په تيرو 48 ساعتونو کې په صوبه کې د بارانونو او غرونو ښوېدو په پېښو کې تراوسه پورې 21 کسان مړه شوي او 37 نور ژوبل شوي دي.
پي ډي اېم اې ويلي، وزیراعلا د خېبرپښتونخوا اغېزمنه کورنيو ته په سمدستي توګه مرستې ورکړي.
په خېبرپښتونخوا کې د ژغورنې ادارې (د رېسکيو 1122) ترمخه د غرونو او کورونو ښوېدو زياتې پېښې ملاکنډ، دير، باجوړ، پېښور، مردان او نورو علاقو کې شوي دي.
په دغو پېښو کې يوه غټه پېښه د سوات د مټې تحصيل په چاتيکل علاقه کې شوې، د يو کور د چت غورځېدو له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي وو.
په سوات کې د رېسکيو 1122 ویاندې شفيقه ګل وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، دغه پېښه په دويم مارچ شوې او د ملبې لاندې ګېرو شوو کسان را ايستلو دپاره د ادارې امدادي ټيمونو دوه ورځې عمليات جاري ساتلي، اووه مړي يې راويستلي او دوه ژوبل تنه یې ژغورلي او روغتون ته یې منتقل کړي دي.
د اې پي د خبر ترمخه د بلوچستان په ګودار سيمه کې د بارانونو سره اړونده بېلابيلو پېښو کې پينځه تنه مړه شوي وو.
له دې وړاندې د موسمياتو محکمې د 29 فېبرورۍ نه د دويم مارچ پورې د بارانونو، واورې ورښت سېلابي صورتحال امکان څرګند کړی وو.
اېن ډي اېم اې ټولو اړونده ادارو ته په اغېزمنو علاقو کې د بېړنيو حالاتو د مخې نیولو دپاره د عملې او سامان رسولو یقيني کولو لارښوونه کړې، په سېلانيانو یې غږ کړی چې سېلابي علاقو او چرته د غرونو ښوېدو خطره وي هلته دې له تلو څخه ډډه وکړي.