په شمالي وزیرستان کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید وروسته د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور ویلي حکومت یې صوبه کې د امن د ټینګښت لپاره یو بشپړ پلان جوړ کړی دی چې زر به پرې کار شورو کړل شي . هغه وایي وړومبۍ ترجیح یې. په صوبه کې د امنیت ټینګښت دی ځکه چې له امن پرته پرمختیا نه شي کیدای .
د اتوار یا یکشنبې په ورځ ډیره اسماعیل خان کې خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي ګنډا پور ویلي حکومت به یې د امن د ټینګښت لپاره ټولې وسیلې پکار راولي تر څو ولس په ارامه فضاء کې ژوند وکړي اؤ د پرمختیا موقعې ورته برابر کړل شي.
څېړونکي وایي په خېبر پښتونخوا صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف د صوبایي حکومت مخې ته که چرته د صوبې خراب اقتصاد د یو چیلنج په توګه پروت دی نو هلته به مرکز سره د اختلاف له امله دوي د ترهګرۍ په قابو کولو هم ونه توانیږي.
د فرورۍ میاشت کې د تحریک انصاف د صوبایي حکومت رامنځته کېدو نه وروسته پرون د خالي په ورځ په وړومبي ځل د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی ؤ چې د پوځ په وینا دې برید کې دوه لوړپوړي پوځي افسران اؤ پینځه عسکر وژل شوي دي.
وزیر اعلا علي امین ګنډا پور ددغه برید په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ټول قام د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی. د یادې پېښې د غندنې په اړه خپل بیان کې وزیر اعلا ګنډا پور ویلي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه اؤ د امن په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو قربانۍ د هیرېدو نه دي اؤ قام په دې قربانیو ویاړ کوي.
په ډيره اسماعیل خان کې خبریالانو سره خبرو کې وزیراعلا ویلي چې حکومت یې صوبه کې د امن د ټینګښت لپاره یو بشپړ پلان جوړ کړی دی اؤ په دغه پلان به ډیر زر کار پیل کړل شي خو هغه په دې اړه له نورو تفصیلاتو ورکولو نه ډډه کړې ده.
په پېښور کې د یو پاکستاني ټي وي چینل سیمه ییز مشر اؤ سینیر صحافي ښاغلی عارف یوسفزی وایي نه ګڼي چې د علي امین ګنډا پور حکومت به نزدې وختونو کې د ترهګرۍ په ستونزه قابو ومومي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي عارف یوسفزي ویلي په میرعلي کې په پوځ ترسره شوی برید د هغو پېښو تسلسل دی کومې چې وخت په وخت پاکستان کې د بیلابیلو تندروه اؤ ترهګرو ډلو لخوا رامنځته کیږي.
ډیوه سره خبرو کې عارف یوسفزی وایي پاکستان کې دا مهال تحریک طالبان پاکستان تر ټولو زیات فعالیت ښایي ،تحریک جهاد پاکستان هم د یو شمیر بریدونو پړه پغاړه اخستې ده اؤ د حافظ ګل بهادر ډلې هم په وزیرستان اؤ نورو سیمو کې خپل بریدونه دوامداره ساتلي دي.
هغه زیاتوي په بلوچستان کې هم همهاله د اسلامي عسکریت خوښو تر څنګ بلوڅ بیلتون خوښو ډلو د پاکستان په امنیتي ادارو اؤ اهلکارانو خپلې حملې چټک کړي دي اؤ دا ښیي چې وسله والې ډلې په پاکستان کې زیاتې پیاوړې شوې اؤ منظمې شوي دي چې مخنیوی یې اسانه نه ښکاري.
ښاغلی یوسفری وایي د تحریک انصاف په تېر حکومت کې ټي ټي پي سره تر 14میاشتو اوږده مذاکرات شوي وؤ اؤ ددغو مذاکراتو په نتیجه کې د ټي ټي پي مهم کمانډران اؤ مشران له زندانونو خوشې کړی شوي وؤ .
د هغه په خبره، دا چې اوس بیا په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت جوړ شوی کتل به دا وي چې د دوي نوی حکومت د طالبانو په اړه څه پالیسي خپلوي اؤ یا د ترهګرۍ ختمولو لپاره یې اپروچ څه دی؟
هغه وایي د تحریک انصاف مخکني صوبایي حکومت کې به زیاتره په قبایلي سیمو کې د کېدونکې ترهګرۍ ذمه واري په مرکز ور اچول کېده خو اوس چې قبایلي سیمې په صوبه کې ورګډې شوې دي نو صوبه کې دامن د ټینګښت ټوله ذمه واري د تحریک انصاف دصوبایي حکومت په اوږو راغلې ده .
د نوموړي په وینا که چرې مرکز سره د صوبایي حکومت اړیکې تاوجنې پاتې شي نو دا به صوبې ته د امنیت اؤ اقتصاد له لحاظه درانه زیانونه واړوي . خبریال عارف یوسفزی هم د ترهګرۍ موجوده لړۍ ته په کتلو سره راتلونکي کې دامنیت ټینګښت ته هیله من نه دی اؤ ویره څرګندوي چې په راتلونکي کې به دا ترهګریز بریدونه لاپسې پراخه اؤ چټک شي.
د هغه په خبره "په راتلونکي وخت کې مونږ ته په دې حملو کې څه کمی نه ښکاریږي بلکې په دې کې زیاتوالی اؤ چټکتیا ښکاریږي،ځکه چې په پاکستان کې د عسکریت خوښې خلاف څه ډیر منظم کردار حکومتونه نه لوبوي که هغه دصوبو حکومتونه وي اؤ که د وفاق نو ویره ده چې حملې به هم سیوا کیږي اؤ په دې کې به مرګ ژوبله هم سیوا کیږي"
وزیراعلا علي امین ګنډا پور له وړاندې واضحه کړې ده چې مرکز سره به یې خپل سیاسي اؤ نظریاتي اختلاف پځای وي خو ویلي یې دي چې کاري اړیکو ته به ورسره دوام ورکوي اؤ د صوبې د ګټو لپاره به په هر رقم مرکزي غونډو کې برخه اخلي.