په افغانستان کې واکمنو طالبانو په پکتيکا او خوست کې د پاکستاني الوتکو بمباري په کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي، "پاکستاني الوتکو د عامو وګړو په کورونو باندې بمبار کړی دی، اته تنه (پينځه ښځې او درې ماشومان) پکې وژل شوي". پاکستان تراوسه پورې د دغې بمبارۍ په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په اېکس (پخواني ټويټر) وويل،
"تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په لمنه سيمه او د خوست د سپيري ولسوالۍ په افغان دوبۍ سيمه کې د عامو وګړو په کورونو بمبار کړی، پکتيکا کې شپږ تنه (درې ښځې درې ماشومان) او خوست کې دوه ښځې وژل شوي دي".
هغه ويلي، طالبان "ياد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غېر سنجيده اقدام د افغانستان په حريم تجاوز او تیری بولي".
په ټولنيزو رسنيو ویل شوي، نن د افغانستان د لوري نه په کورمه، شمالي او جنوبي وزيرستان کې مارټر ګولې ويشتل شوي او ډزې شوي دي.
د يادو بريدونو وروسته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت ويلي، د بريدونو په ځواب کې یې د پاکستان سرحدي ځواکونه په نخښه کړي دي.
پاکستان تراوسه پورې په افغانستان کې د الوتکو د بمبارۍ او په پوله د پورې غاړې بريدونو په حواله په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
په ټولنيزو رسنيو داسې پوسټونه شوي چې پاکستان د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د تحریک طالبان پاکستان پټنځايونه په نخښه کړي او پکتيکا کې د عبدالله شاه په نوم کمانډر کور ويشتل شوی دی.
ذبيح الله مجاهد ويلي، عبدالله شاه نومې کس په پاکستان کې دی او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هم يو بيان او ويډيو خپره کړې ده، ټي ټي پي دعوه کړې "پاکستان د متاثرينو کورونه بمبار کړي څوک چې د څو کالو نه د پاکستاني ظلم څخه تنګ شوي او افغانستان ته کډه شوي وو".
پاکستان په افغانستان کې بمباري په داسې وخت کې کړې، چې د خالي/ شنبې په ورځ (16م مارچ) د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.
په ياده پېښه کې د وژل شوو پوځي افسرانو په جنازه کې د پاکستان صدر اصف علي زرداري ويلي وو، "مونږ به د دې وينې بدل اخلو د ټولو نه به یې اخلو، چې څوک هم په پاکستان کې، په پولو يا په کور کې دننه ترهګري کوي مونږ به ورته خوله ماتی ځواب ورکوو، هغه که هر څوک وي د هر ملک وي".
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم پرون ويلي، "د پاکستان خلاف زياتره ترهګري د افغانستان نه کيږي، په افغانستان کې د (ترهګرو) په پناه ځايونو خبر لرو، او مونږ د افغان حکومت سره دغه مسله شريکه کړې ده".
او هم د خالي په ورځ افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ويلي وو د یوې اندازې له مخې دا مهال د وسله والې ډلې ټي ټي پي د پینځو زرو نه نیولي تر شپږو زرو پورې وسله والو د افغانستان په خاوره پناه اخستې ده.
هغه تور لګولی وو، پاکستان ثبوتونه لري چې ټي ټي پي ته د افغان پراکسیز له لارې پیسې د هند څخه ورکول کیږي خو داسې هیڅ ثبوت یې بیا مخې ته نه دی راوړی.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان لخوا دغه ډول تورونه رد کړل شوي دي.
او ذبیح الله مجاهد په ننني تازه بيان کې ويلي، طالبان "هيچا ته په خپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي، پاکستانی ولس او نوی حکومت بايد د پوځ څو جرنېلان دغه ډول بې باکه کړنو ته پرې نږدي"، چې د دوو مسلمان هيوادونو اړيکې خرابې کړي.
مجاهد زیاته کړې، "پاکستان بايد په خپله خاوره د پېښو نه کنټرول کول، ناتواني او ستونزو پړه په افغانستان وانچوي ځکه داسې پېښې کېدل بدي نتيجې لرلی شي او بيا به یې قابو کول د پاکستان په اختيار کې نه وي".
هغه يو ځل بیا تکرار کړې، طالبان هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې نه د چا امنيت خراب شي.
د 2022م د اپرېل د میاشتې په 16مه طالبانو ويلي وو د پاکستان هوايي پوځ په خوست او کونړ ولايتونو کې بمباري کړې وه، ذبيح الله مجاهد هغه وخت ويلي وو، "په پاکستاني لوري غږ کوي په داسې مسائلو کې د افغانانو حوصلې ونه آزمويي او بیا ورته اشتباه تکرار نه کړي کنه بدې پایلې به ولري".