پاکستاني چارواکي وايي، ډیورنډ کرښې ته نېږدې د پاړه چینار ضلعې کورمه کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه کې د پوځ یو کپتان وژل شوی او دوه نور پوځیان ژوبل شوي دی.
د کرمې ضلعې د پولیسو افسر (ډي پي او) مظهر جهان ډیوې ته ددغه خبر د تایید ترڅنګ ویلي چې جګړه لا روانه ده.
افغان طالبانو کرښې ته څېرمه د پاکستان په پوځي ځایونو باندې دا بریدونه وروسته له هاغې پیل کړل چې د پاکستان پوځ د افغانستان په پکتیا ولایت کې بمباري وکړه او ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت سرپرست هم احضار کړی او هغه ته یې احتجاج لیک سپارلی.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي وو، "نن سهار چې پاکستاني جنګي الوتکو په پکتيکا او خوست کې په کورونو بمباري کړې، د دغه تيري په ځواب کې د طالبانو سرحدي ځواکونو د کرښې (ډېورنډ) په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه په درنو وسلو په وسيله په نخښه کړي دي".
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په دې اړه په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې لیکلي،
هم نن د ګل/دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، "تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په لمنه سيمه او د خوست د سپيري ولسوالۍ په افغان دوبۍ سيمه کې د عامو وګړو په کورونو بمبار کړی، پکتيکا کې شپږ تنه (درې ښځې درې ماشومان) او خوست کې دوه ښځې وژل شوي دي".
هغه ويلي، طالبان "ياد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غېر سنجيده اقدام د افغانستان په حريم تجاوز او تیری بولي".
د دغه خبر له خبرېدو څخه څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د پاکستان لخوا د هوایي بریدونو د ترسره کېدو تایید کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپور کړي بیان کې راغلي، "د ننیو عملیاتو هدف د حافظ ګل بهادر ډلې پورې تړلي ترهګر وو چې د ټي ټي پي ترڅنګ په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې د ګڼو بریدونو مسولیت لري چې په سلګونو ملکیان او امنیتي سرتیري پکې وژل شوي."
بیان زیاتوي، پاکستان په وار وار په افغانستان کې د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو په اړه خپلې جدې اندېښنې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم په پکتیا ولایت کې د پاکستان د بمبارۍ کله غندنه کړې او دا یې له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره تیری بللی.
ښاغلي کرزي په اېکس یا پخواني ټوېټر لیکلي، چې دا ډول بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابوالي سبب ګرځي او د اسلام اباد په سیاست کې بدلون د ګاونډیتوب پر بنسټ د ښو اړیکو جوړېدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
په ټولنيزو رسنيو داسې پوسټونه شوي چې پاکستان د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د تحریک طالبان پاکستان پټنځايونه په نخښه کړي او پکتيکا کې د عبدالله شاه په نوم کمانډر کور ويشتل شوی دی.
ذبيح الله مجاهد ويلي، عبدالله شاه نومې کس په پاکستان کې دی او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هم يو بيان او ويډيو خپره کړې ده، ټي ټي پي دعوه کړې "پاکستان د متاثرينو کورونه بمبار کړي څوک چې د څو کالو نه د پاکستاني ظلم څخه تنګ شوي او افغانستان ته کډه شوي وو".
په ويډيو کې څلور تنه ليدل کيږي، وسله په لاس يو تن پکې خبرې کوي وايي، "عبدالله شاه يم د ټي ټي پي د يوې ډلګۍ مسول يم د شکتويي د علاقې، پروپېګنډې بې بنياده دي، مونږ په خپل جنوبي وزیرستان کې په شوال دره کې د سر نه په دغه علاقه کې اوسیږو".
د طالبانو د دفاع وزارت ويلي، "د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تیري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي".
طالبانو د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ د مرکزونو په نخښه کولو دعوه کړې خو ځای یې نه دی ښودلی چې په کومه علاقه کې یې د پاکستان د پوځ مرکزونه په نخښه کړي، او کوم تاوان یې هم اړولی دی که نه دی.
خو بیا هم په ټولنيزو رسنيو ویل شوي، د کورمې او وزيرستان په دریو سيمو کې د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه مارټر ګولې راويشتل شوي دي.
په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو د قبضې راهیسې پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې ترهګریزې پېښې زیاتې شوي.
پاکستاني چارواکي تور پورې کوي چې د پاکستان مخالفه طالبان یا ټي تي پي د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي خو طالب چارواکو تل د پاکستان د حکومت دغه ادعا په کله رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان دې خپله ستونزې په خپله حل کړي او د خپل بام واورې دې په نورو نه اچوي.