پاکستان: د ‏‎18‎‏ مارچ عملیات د افغانستان د خلکو او ادارو پرضد نه وو

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "پاکستان په ‏‎18‎م مارچ افغانستان کې دننه د استخباراتو په بنياد د ترهګرۍ ضد عمليات کړي، هدف یې د حافظ ‏ګل بهادر ډلې ترهګر وو، څوک چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په ګډه پاکستان کې د ترهګرۍ په ګڼو بريدونو کې ککړ دي".‏

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ د زیارت/پنجشنبې په ورځ په اوونيزه خبري غونډه کې ويلي،"د 2024م د 18مارچ عمليات د ‏افغانستان د خلکو، ادارو يا د افغانستان د پوځ پرضد نه وو. مونږ د افغانستان سیمه ييزه حاکميت ته احترام لرو او د پاکستان او افغانستان د اړیکو ‏خرابوونکو ترهګرو ډلو د مخنيوي دپاره د ګډې مبارزې په لټه کې يو".‏

د پاکستاني بمبارۍ په اړه افغانسان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ‏‎18‎م مارچ ویلي وو، "تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د ‏پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په لمنه سيمه او د خوست د سپيري ولسوالۍ په افغان دوبۍ سيمه کې د عامو وګړو په کورونو بمبار کړی، پکتيکا کې ‏شپږ تنه (درې ښځې درې ماشومان) او خوست کې دوه ښځې وژل شوي دي".‏

هغه ويلي، طالبان "ياد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غېر سنجيده اقدام د افغانستان په حريم تجاوز او تیری بولي".‏

وروسته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د يادو بريدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست احضار کړل شوی او احتجاج ‏ورته شوی وو.‏

او د طالبانو د دفاع وزارت ويلي وو، "د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تیري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې ‏به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي".‏

طالبانو د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ د مرکزونو په نخښه کولو دعوه کړې وه، او ويل شوي وو د کورمې او وزيرستان په درېو سيمو کې د پولې د ‏پورې غاړې افغانستان لوري نه مارټر ګولې راويشتل شوې او د دواړو خواو نښتې شوې وې خو په دغو نښتو کې د کومو مرګ ژوبلو نه وو ويل شوي.‏

‎ ‎د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايس اف امریکا ته يوه مرکه کې ويلي، هېواد یې نه غواړي چې له ګاونډي افغانستان سره په یوې وسلواله شخړه کې ‏ښکېل شي.‏

او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي وو د پاکستان سره جګړه نه غواړي خو که پاکستان بيا دغه رنګ عمليات وکړل کلک ‏ځواب به ورته ورکوي.‏

پاکستان په افغانستان کې بريدونه وروسته له هغې کړي چې په ‏‎16‎م مارچ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي ‏وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.‏

ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، د ‏‎16‎م مارچ د ترهګر بريد وروسته پاکستان د افغان چارواکو سره د حافظ ګل بهادر ډلې په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې وې. او ‏د عملياتو وروسته د دواړو هيوادونو سفارتخانې خلاصې او اړیکې روانې دي.‏

هغې بيا تکرار کړې، "پاکستان څو ځله استخباراتي شواهد د افغان چارواکو سره شريک کړي چې په افغانستان کې ترهګرې ځالې موجودې دي، او د تيرو ‏څو میاشتو راهسې د افغان چارواکو نه غوښتنه کوي چې د دغو ترهګرو پرضد اقدام وکړي کوم چې پاکستان ته ګواښ دي، او دا حقیقت دی چې په ‏ځانګړي ډول ټي ټي پي په افغانستان کې موجوده ده او دا خبره ملګرو ملتونو هم منلې ده".‏

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه ډول تورونه تل رد کړی او په ‏‎18‎مارچ ذبیح الله ویلي وو، "پاکستان بايد په خپله خاوره د پېښو نه کنټرول ‏کول، ناتواني او ستونزو پړه په افغانستان وانچوي ځکه داسې پېښې کېدل بدي نتيجې لرلی شي او بيا به یې قابو کول د پاکستان په اختيار کې نه وي".‏

هغه ويلي وو، طالبان هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې نه د چا امنيت خراب شي.‏