شهباز شریف ویلي، د چین د وګړو د امنیت چارې به هره میاشت پخپله ارزوي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پرېکړه کړې ده چې ملک کې د میشتو چینایي وګړو د امنیت چارې به هره میاشت پخپله ارزوي .

هغه ویلي دي د ترهګرۍ پرضد جګړې ته به تر هغې دوام ورکول کېږي ترڅو چې هیواد نه په بشپړ ډول د ترهګرۍ نوغی نه وي ویستل شوی.

څېړونکي وایي، پاکستان کې په چینایي وګړو له شوي هر برید نه وروسته چارواکو دعوې کړي چې نور به د چین د وګړو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کېږي خو وایي بیا هم پاکستان نه دی توانېدلی چې د چین پر وګړو د حملو مخه ونیسي.

پاکستان کې له وروستیو پرله پسې ترهګریزو بریدونو وروسته د جمعې په ورځ په پلازمینه اسلام اباد کې د وزیراعظم په مشرۍ د لوړې کچې یوه غونډه راجوړه شوې چې د پاکستاني مطبوعاتو له مخې د کورنیو چارو مرکزي وزیر اؤ د امنیتي ادارو مشرانو پکې برخه اخستې ده.

مطبوعات وایي، چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو د وزارت لخوا وزیراعظم ته هیواد کې د امنیت د موجوده وضعې په اړه احوال تېر کړل شوی دی اؤ وزیراعظم شهباز شریف هوډ ښکاره کړی چې د ترهګرۍ تر نوغي ویستو به د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې ته دوام ورکولی شي.

په غونډه کې شهباز شریف د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ده چې هیواد نه د ترهګرۍ ختمولو لپاره په صوبو کې د ترهګرۍ د مخنیوي محکمو سره باید خپله همکاري لا پسې پراخه کړي.

مطبوعات وایي، وزیراعظم امنیتي ادرو ته هم ویلي دي چې په ملک کې د میشتو چینايي وګړو د امنیت لپاره باید جدي اؤ کوټلي ګامونه پورته کړي اؤ په دې کې دې هیڅ نیمګړتیا پرې نه ږدي.

په امنیتي چارو ژور نظر لرونکی خبریال لحاظ علي وایي د وزیراعظم لخوا د چینایي وګړو د امنیت چارو ته پخپله کتنه یو ښه ګام دی خو وایي دغسې ګامونه باید د صوبو په کچه هم واخستل شي.

ډیوه سره خبرو کې لحاظ ویلي په عمومي په توګه چې پاکستان کې جرم وشي یا خو د هغې زور په اړونده پولیس تاڼې یا تر څه حده په اړونده ادارې وي خو بعضې جرم داسې وي چې د هغې زور په صوبه اؤ حتی په ملک باندې وي.

نوموړی وایي، دې وخت کې د پاکستان ریاست د چین وګړو ته ګارنټي ورکړې ده چې تحفظ به یې کوي خو په بشام کې چې په وروستي ځانمرګي برید کې پینځه چینایي انجنیران ووژلی شول نو فشار یې په کومه تاڼه یا صوبه نه بلکې په ټول ریاست راغلی دی.

په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا بشام سیمه کې د چینایي انجنیرانو په یوه قافله ځانمرګي برید شوی ؤ چې پینځه انجنیران اؤ د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي دي.

له دغه برید وروسته چین په پاکستان ټینګار کړی چې باید د وګړو تحفظ یې باوري کړي اؤ ترڅو ورځو چینایي کمپنیو پاکستان کې په جوړیدونکو ډیمونو خپل کارونه هم ودرولي وؤ.

خبریال لحاظ علي وایي، د بشام له برید وروسته ریاست ته پکار وؤ چې خپله سنجیدګي یې ښودلې وه خو وزیراعظم داسو ډیم ته ورغلو اؤ هلته یې چینیانو سره لیدنه وکړه اؤ هغوي ته یې ډاډ ورکړو چې بیا به داسې پېښې نه کیږي.

د لحاظ علي په خبره پاکستان کې چې کله هم د چین په وګړو ترهګریز برید شوی نو له هغې وروسته چارواکو چین ته باور ورکړی چې بیا به داسې پېښې نه کیږي خو وایي ددې باوجود په چینایي وګړو د بریدونو مخه نه ده نیول شوې.

هغه وایي د چینایي اؤ نورو بهرنیو وګړو د تحفظ لپاره ضروري ده چې په ملکي کچه اؤ د صوبو په کچه د ایپکس کمیټیو راجوړویدونکو غونډو کې هم باید دې مسلې ته پام وګرځول شي.