خېبرپښتونخوا کې د بارانونو په تازه لړۍ کې لږ تر لږه 11 کسان مړه شوي، ګڼ نور ژوبل شوي، کورونه نړېدلي، غرونه ښوېدلي، خوړونه راوتلي او لارې یې بندې کړي دي.
د موسمياتو محکمې د 17م نه تر 21م اپرېل پورې د نورو بارانونو کېدو امکان څرګند کړی دی.
د رپورټونو ترمخه د بارانونو له امله پېښو کې بلوچستان صوبه کې لس او پنجاب صوبه کې 21 تنه مړه شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې د بارانونو له امله د يو کور غورځېدو پېښه نن سهار د کوز دير د خال سيمې په لقمان بانډه کې شوې، د ژغورنې ادارې (رېسکيو1122) په وينا يو کور راغورځېدلی، د ملبې لاندې یې څلور تنه دوه ښځې او دوه ماشومان ايسار شوي، د رېسکيو ټيمونو او ځايي خلکو دوی د ملبې څخه راويستي خو څلور سره مړه شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه، په تیرو دوه ورځو کې د بارانونو له امله پېښو کې د صوبې په بېلابيلو برخو کې لږ تر لږه اووه تنه مړه شوي او 10 نور ژوبل شوي وو.
د پي ډي اېم ای ترمخه، باراني پېښو کې 15 کورونه په بشپړ ډول تباه شوي او 69 کورونو ته تاوان اوښتی دی.
ويل شوي، په مړه شوو کسانو کې درې تنه په سوات، دوه په بره دير، يو په کوز چترال او يو بل تن په کوز دير کې مړ شوی دی. د کورونو نړېدو زياتې پېښې په کوز چترال او بره دير کې شوي دي.
د رېسکیو 1122 سوات ویاندې شفيقه ګل وي او اې ډيوه ته ويلي، د سوات د مټې تحصيل د پشتونۍ په علاقه کې په کور غر رانړېدلی، درې تنه یې د ملبې لاندې ګېر شوي، په دغه پېښه کې دوه تنه (يو ماشوم او سړی) مړه شوي وو.
د ګل په وينا بله پېښه د خوازه خېلې تحصيل په میادم علاقه کې شوې يو شپږ کلن ماشوم پکې مړ شوی وو.
د رپورټونو ترمخه بارانونو د بلوچستان صوبې په پشين، کېچ، پنجګور او ګوادر کې تاوانونه اړولي دي.
د موسمياتو محکمې وړاندې ويلي وو، د بارانونو لړۍ به نن د 15م اپرېل پورې روانه وي.
خو نن د موسمياتو محمکې بيا ويلي، سبا د 16 اپرېل د شپې نه بلوچستان صوبه کې د لويديځو هواګانو بله لړۍ پيل کيږي، په 17م اپرېل به ټولې بلوچستان صوبې او په 18م اپرېل به ټول ملک ته ورسي.
د موسمياتو د محمکې د خبر پاڼې ترمخه، د 17م نه تر 19م اپرېل پورې به بلوچستان صوبه کې د زول طوفان سره ځای په ځای تېز بارانونه امکان لري.
ويل شوي، د 17م اپرېل د شپې نه تر 21م اپرېل پورې به د خېبرپښتونخوا په زياترو برخو کې هم د زول او طوفان سره ځای په ځای د زورورو بارانونو او په غرونو د واورې کېدو امکان دی.
پنجاب او اسلام اباد کې د 18م اپرېل نه تر 21م اپرېل، په سيند صوبه کې د 17م اپرېل د شپې نه تر 19م اپرېل د سهار پورې او ګلګت بلتستان او کشمير کې د 18م اپرېل نه تر 22م اپرېل پورې د بارانونو ويل شوي دي.
د موسمیاتو محکمې د بارانونو د ممکنه اثراتو په اړه ويلي، په 17م او 18م اپرېل به بلوچستان صوبه او 18م نه تر 20 اپرېل پورې به د خېبرپښتونخوا په دیر، سوات، چترال، کوهستان او مانسهره کې د خوړونو راوتلو او دريای کابل باندې د سېلابي صورتحال خطره وي.
ويل شوي، د 18م نه تر 21م اپرېل پورې د تېزو بارانونو له امله خېبرپښتونخوا، مري، ګلياتو او ګلګت بلتستان کې د غرونو ښوېدو اندېښنه ده.
د موسمياتو محکمې په تېزو بارانونو کې سېلګرو ته غېر ضروري سفر څخه ډډې کولو او اړونده ادارو ته د چتمو پاتې کېدو لارښوونه کړې ده.