رویټرز خبري ادارې ويلي، په منځني ختیځ کې د ایران او اسرایلو ترمنځه د تاوتریخوالي له امله د ونډو ایشیایي بازارونه هم غورځېدلي او د سرو زرو په بیې هم زیاتې شوې دي.
اقتصادی پوهان وایي، که جګړه جوړيږي او اوږديري نو له دې سره به د تېلو سپلايي هم اغېزمنه شي او د پاکستان اقتصاد ته به هم زيان ورسي او ګرانۍ به ورسره زیاته شي.
د رويټرز د خبر ترمخه، په اسرایل د ایران له برید وروسته په ایشیایی ونډو بازار کې ويره خپره شوې او مارکيټونه په ښکته راغلي دي.
د رپورټ ترمخه د جاپان د ونډو بازار يو فیصد، د اسټریلیا د ونډو بازار 0.05 فیصده، هانګ کانګ سټاک مارکيټ 0.63، سویلي کوریا، هند، سنګاپور او بنګله دېش ونډو بازارونه هم یو فیصد غورځېدلي دي.
اقتصادی پوهان وایی د دې زیات اثر د منځني ختیځ په هیوادونو شوی دی.
د ونډو بازار اقتصاد پوه شهريار بټ وايي، "ایشیایي مارکېټونه زيات غورځېدلي دي، په خصوصي توګه سعودی عرب، متحده عرب امارات او د یمن سټاک مارکيټونه کرېش شوي يا غورځېدلي دي، نن سهار چی کله کاروبارونه روان شو، د هانګ کانګ مارکيټ کې 900 درجې کمی لیدل شوی، جاپان چې تر ټولو پياوړی مارکيټ دی نزدې 300 درجې ټيټ شوی وو، په مجموعي توګه منفي تاثر ليدل کيږي او سوداګر هڅې کوي چې خپل شېرز خرڅ کړي".
د رویټرز ترمخه، د جنګ د اثراتو له وجې د سرو زرو بیعې هم زیاتې شوي او د یو اونس بيعه 2400 ډالره ته رسېدلی، هم دغه رنګه په نړیوال مارکيټ کې برینټ کروډ ايیل 90 ډالر 68 سینټ يو بېرل ته رسيدلي، ډبلیو ټي آی بيعه د 1.1 فیصدي اضافې وروسته 85 ډالره او 98 سینټه يو بېرل اضافه شوې ده.
اقتصاد پوهان وايي، پاکستان هم د ضرورت زیاته برخه د بهر هيوادونو څخه درآمد کوي او د دې اثر به د پاکستان په اقتصاد او ګرانۍ پرېووځي.
اقتصاد پوه سجاد احمد وايي، "چونکې د پاکستان غیر ملکي زرمبادله ذخیره کمه ده او د تېلو د زیاتو قیمتونو له وجې د پاکستان نه غیر ملکې زرمبادله بهر ته ځي بله دا چې په ګرانۍ کې د تیلو زیاتو قیمتونه زیات اثر لري نو د منځني ختیځ د تناو له وجې د پاکستان معیشت هم متاثره کېدی شي".
د اقتصاد پوهانو په خبره، د ایران او نورو تیل پیداکوونکو هیوادونو د تیلو جهازونه د خلیج فارس نه تیریږی نو دې سره د خام تیلو په ترسیل اغېزې امکان لري.
د پوهانو په وینا د پاکستان او ايران تر منځه د ګېس پایپ لاین د لګولو کار د وړاندې نه د ځنډ ښکار دی او دا معاهده سرته رسېدل ناممکنه ښکاري او که دا جنګ اوږد شي نو د پاکستان معیشت ته به په خپلو پښو ودرېدل ګران شي.
شهریار بټ وايي، "د پاکستان معیشت د اوکراین او روس د جنګ له وجې نقصان بیا موندلی او په نړیواله کچه د دې جنګ اثر به په تیلو او خوراکي توکيو پرېووځي او چې څومره زر کېدی شي دا جنګ ختم شی نو د پاکستان پشمول د نړۍ د نورو هيوادونو دپاره به دا بهتره وي".
په نړيواله منډۍ کې د تیلو د قیمتونو د زیاتوالي له امله پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړی، سبا د اپرېل د 16 نیټې څخه سبا له پاکستان د پټرولو په بیعو کې 2.5 روپۍ او ډیزلو قیمتونو کې 8 روپۍ لیټر اضافه وکړل شي.