د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې يوه ښځه او سړی د غيرت په نوم وژل شوي دي. پوليس پېښه تصدیق کړې، د پېښې مقدمه یې درج کړې او دعوه یې کړې، وژونکي تورن کسان یې نيولي دي.
یاده پېښه د سوات د کانجو تاڼې په حدود کې د ګل/ دوشنبې په مازيګر شوې ده.
د کانجو تاڼې پوليس محرر عمرعلي وي او اې ډيوه ته وویل، "ښځې او سړي په يو هوټل کې ډوډۍ خوړه، د ښځې مخکيني خاوند او ورور راغلي، په دوی یې ډزې کړي او په ځای یې وژلي دي".
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي ووويل، "ډزې کوونکي کسان نيول شوي، اله قتل يا تماچې ترې ترلاسه کړل شوي او مقدمه پرې درج شوې ده".
هغه وویل، د ابتدايي معلوماتو ترمخه، مقتولين او تورن قاتلان د سوات په خواجه اباد پاڼړ او حاجي باباد کې اوسېدل.
د سرچینو ترمخه، "دغه ښځه د وړاندې نه واده وه، بچي یې هم وو".
عمرعلي د پېښې د مقدمې (اېف آی آر) کاپي وي او اې ډیوه سره شريکه کړې ده.
د مقدمې ترمخه، "د وژل شوي هلک ابوزر او وژل شوې ښځې دواړو يو بل سره ناجايزه تعلقات وو، څه موده وژل شوې ښځه د دغه تن سره د کوره وتلې، تورن قاتلان پسې ګرځېدل، نن يې پرې په کانجو ډېرۍ علاقه کې په داسې وخت ډزې کړي چې دوی په يوهوټل کې ډوډۍ خوړله".
پوليس وايي، "دا د غېرت په نوم وژنه ده".
پاکستان کې وخت په وخت د غيرت په نوم وژنو پېښې کيږي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ د روان کال جنورۍ په میاشت کې ويلي وو، پاکستان کې د يوې اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي او د ښځو او نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.
د سازمان ترمخه، پاکستان کې غربت، ګرانۍ او بې روزګارۍ د لکونو خلکو د روغتیا، خوراک او د ژوند د مناسب معیار حق اغېزمن کړی دی.
د بشري حقونو د خپلواکه تنظيم ايچ آر سي پي هم ويلي، په پاکستان کې هر کال د 1000 نه زياتې ښځې د غيرت په نوم وژل کیږي او د نړیوال اقتصادي فورم د کال 2023م د ګلوبل جېنډر ګېپ یا صنفي برابرۍ کې د فاصلې، شمېرې ښیي چې پاکستان د صنفي برابرۍ په لحاظ د 146 هيوادونو په فهرست کې په 142م نمبر ولاړ دی.