د پاکستان د شماریاتو د ادارې بیورو اف سټیټسټکس یو تازه رپوټ ښیي چې د اپریل په میاشت کې د هیواد د سوداګرۍ خساره کې په کلنۍ توګه 180.58 فیصده او د میاشتې په کچه 3.16 فیصده زیاتوالی لیدل شوی.
څیړونکې وایې د پاکستان پر وارداتو اډاڼه اقتصاد کې، اقتصادې خسارې کمولو لپاره د هیواد پیداواري صلاحیت زیاتولو ته اړتیا ده.
د پاکستان د شماریاتو د ادارې له اړخه د خپرو شوو شمیرو له مخې، د هیواد تجارتي خساره د 2024 کال په اپریل کې 2.37 اربه ډالرو ته لوړه شوې چې د 2023م کال په ورته موده کې 0.846 بیلیونه ډالر وه.
د اقتصادی چارو پوهه سجاد احمد وایي پاکستان پر وارداتو تکیه کوونکی اقتصاد لري او د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بهرنیو زېرمو یا ډالرو بچ کولو لپاره په وارداتو کی کمی راوستل شوی و.
د هغه په وینا " له دې امله زمونږ په ریوینیو (ګټه) کی کمی راغلی و، چې له امله یې په تیرو دریوؤ میاشتو کې د پاکستان حکومت د مالیې راغونډولو خپل هدف پوره کولو لپاره یو ځل بیا په واردواتو کې زیاتوالی راوستی"
د شماریاتو د ادارې معلومات ښیي چې د 2023-24 کال د جولای تر میاشتې د هېواد په سوداګریز توازن (د صادراتو او وارداتو توپیر) کې 19.51بیلیونه ډالره خساره ریکارډ شوې، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دغه خساره 23.53 بلیونه ډالره وه.
د اقتصادې چارو پوهه پروفیسر منظور علي وایي"زمونږ واردات ډیر زیات دي، دیرې پیسې د دې له امله مصرفېږي او د صادراتو څخه لږې پیسې تر لاسه کیږي. پیداوارې اخراجات یوه غټه وجه ده چې له امله یې زمونږ جوړشوي شیان په نړیواله منډهۍ کې د زیاتو نرخو له امله مقابله نشی کولی"
د خپرو شوو مالوماتو له مخې، صادرات او واردات دواړه زیات شوی، خو د وارداتو زیاتوالی په څرګنده توګه مخې ته راغلی. د
د کال 2023م له جولای څخه تر 2024 کال تر اپریل پورې په لسو میاشتو کې د صادراتو کچه 25 بیلیونه اؤ 28 میلیونه ډالره او په دې موده کې د وارداتو کچه 44 بیلیونه اؤ 79 میلیونه ډالره وه.
د اقتصادي چارو خبریال رشید ازاد ډیوه ته وایي،په پاکستان کې په اوسنیو ورځو کې پیداواري لګښتونه ډیر زیات شوي دي. دتیلو، ګیس او بجلۍ نرخونه لوړ شوي چې د پېداوار په کمي کې لویې رول لوبوي.
د هغه په وینا بیا په نړیواله کچه د ډیمانډ یا غوښتنې او سپلایي له امله هم د پاکستان د صادراتو کچه په ښکته تللې ده.
څیړونکې وایي د وارداتو په محدودولو سره د پاکستان حکومت هڅه کړې وه چې د سوداګرۍ خساره کمه کړي خو دا بیا په هیواد کې د بې روزګارۍ د زیاتوالي لامل شوه.
د څېړونکو په اند حکومت ته به په هیوا کې پیداواري صلاحیت زیاتولو لپاره د توانایۍ خپله لویه ستونزه هوارول وي.