د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ویلي چې د مې د نهمې نېټې د پېښو له پلان جوړونکو سره به هېڅ ډول مذاکرات ونشي
تر دې مخکې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف هم ویلي و چې تېر کال د مې د نهمې نېټې له تشدده ډکو پېښو مقصد په پوځ کې تقسیم پیدا کول وو او ددې پېښو ذمه وارو ته به بخښنه و نه شي.
څېړونکي وايي، باید چې د بخښنې یا معافۍ او یا د مذاکراتو خبره باید پرلمان وکړي خو پاکستان کې چې د هر یو ګوند حکومت وي نو د پوځ تر فشار لاندې وي.
تفصیل د اورنکزېب خان په راپور کې.