اقتصاد پوهان: د ونډو بازار له بره تلو سره د ګرانۍ په کموالي او د اقتصاد په ښه کېدو کوم اثر نه وي

د پاکستان د ونډو بازار نن په ‏13‎مه مې د کاروباري اوونۍ په لومړۍ ورځ د ‏700‎‏ پواينټونو نه زيات په بره ختلی دی.

اقتصاد پوهان وايي، د ونډو بازار په بره ‏تلل د ملک دپاره مثبت بدلون دی خو د دې سره نه خو په ملک کې نېغ په نېغه ګراني کميږي او نه یې د ملک په اقتصاد فوري کومې مثبتې اغېزې وي، ‏البته له دې سره بهرني پانګه وال پانګونو ته راپاريږي.‏

د ونډو بازار د وېب پاڼې ترمخه، د ونډو بازار کې د سر د ‏100‎‏ کمپنيانو يا شرکتونو د کاروباري ورځې پيل د ‏73,085‎‏ پواينټونو يا درجو سره شوی، بيا د ‏ونډو بازار په بره ختلی او بيا د کاروباري ورځې په پای د ونډو بازار کې ‏713.61‎‏ پواينټونه زيات ريکارډ شوي دي.‏

اقتصاد پوهه خبريال احتشام مفتي وايي، د ونډو بازار بره تلو کې بنيادي علت د اقتصاد په حواله ځينې مثبتې اشارې دي، په هغو کې په راتلونکې کې د ‏شرحه سود کمېدو، افراط زر او ګرانۍ کې د کمي راتلو هيلې دي.‏

هغه له وی او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "روانه اوونۍ د تیلو د بيعو کمېدو خبرې هم کيږي، په وروستيو کې د سعودي عرب ځينې شرکتونه او پانګه ‏وال پاکستان ته راغلي هغو د پاکستان له ځینو کمپنيانو سره يادداښتونه لاسليک کړي، او نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) روان کال د پاکستان د ‏ګرانۍ شرحې ‏24‎‏ فيصدو ته راتلو وړاندوینه کړې ده، د دې مثبتو پرمختګونو سره نن د سيمنټو او اوسپنې خريداري زياته شوې او د ونډو بازار په بره ‏ختلی، لوړې کچې ته رسېدلی دی".‏

هغه وویل، "په بنیادي توګه د ونډو بازار د پاکستان د اقتصاد ايينه دار ګڼل کيږي، خو د دې نه په مجموعي ډول په اقتصادي توګه کوم ښه والی نه راځي ‏خو د ونډو بازار کې مثبت بدلون سره بهرني پانګه وال راپاريږي، پانګونو ته هڅيږي، او پاکستان ته ورسره نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې، ډالرې او پونډونه ‏راځي له هغې سره بلاواسطه د پاکستان اقتصاد ته ګټه رسي".‏

د ونډو بازار کې کاروبار کوونکی امين عبدالغفار هم وايي، په ملک کې د تیلو او ځينې خوراکي توکيو ارزانېدو او اقتصاد په حواله د مثبتو خبرونو سره ‏د ونډو بازار په بره خيژي.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي هم وويل، "د ونډو بازار بره تلو سره نوې کمپنۍ پانګونې کوي نوې کمپنۍ جوړيږي، د هغې سره پيداوار سېوا ‏کيږي او روزګار ښه کيږي، بهرني پانګه وال پانګونو له راځي او نېغ په نېغه یې په اقتصاد کې کوم کردار نه وي".‏