نړیوالې مالیاتي ادارې (آی ایم ایف) په راتلونکو څلورو کالو کې پاکستان کې د ګرانۍ په کچه کې د پرله پسې کمي اؤ د سرکاري زېرمو تر 20اربو ډالرو د لوړیدو وړاندوینه کړې ده.
پخپل تازه رپورټ کې آی ایم ایف ویلي چې د مالي کال 2028م پورې به پاکستان کې د ګرانۍ کچه 6.5 فیصدي ته وغورځیږي اؤ په کال 2027م کې به هم د ګرانۍ کچه 6.5 فیصدي وي.
خو آی ایم ایف بیا وړاندوینه کړې چې په مالي کال 2026م کې به په پاکستان کې د ګرانۍ کچه 7.6 فیصدي پاتې شي.
رپورټ کې وړاندوینه شوې چې راتلونکي مالي کال کې به پاکستان کې د ګرانۍ کچه 12.7 فیصدي وي اؤ د کال 2028م پورې به د پاکستان د جي ډي پي وده 5 فیصده ته ورسیږي.
پاکستان سره د پور په نوي پروګرام د خبرو اترو د لمړي پړاؤ لپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف د تکنیکي پوهانو پلاوی پاکستان ته رسیدلی دی.
د پاکستان د خزانې وزارت سرچینې وایي چې پاکستان هڅه کوي له آي ایم ایف سره د 6 نه نیولی تر 8 اربو ډالرو د پور یو نوی تړون وکړي چې موده به یې درې کاله یا تر دې هم اوږده وي.
د پاکستاني مطبوعاتو له مخې د پاکستان د راتلونکي کال د بجټ شمیر شمیرې پاکستاني چارواکو آي ایم ایف ته سپارلي دي.
د پاکستان جیو نیوز رسنۍ ویلي چې آي ایم ایف ته سپارل شوؤ شمیرو کې ویل شوي چې پاکستان راتلونکي بجټ کې د ابتدایي لګښتونو اټکل 24 زره اؤ 710 روپۍ شوی دی اؤ د حکومت د روانو لګښتونو اندازه بیا 22 زره اؤ 37 اربه روپۍ لګول شوې ده.
اي ایم ایف ته ورکړل شوؤ شمیرو کې ویل شوي چې د راتلونکي مالي کال د وفافي پرمختیاي بجټ حجم به 2 زره اؤ590 اربه روپۍ وي.
شمیرو کې ویل شوي چې راتلونکي وفاقي بجټ کې به د رعایتونو لپاره یو زر اؤ 509 اربه روپۍ اېښودل کیږي اؤ د انرژۍ په څانګه کې د اسانیو ورکولو لپاره د 800 اربه روپو اټکل شوی دی.
د بجټ شمیرو کې ویل شوي چې راتلونکي مالي کال کې د حکومت د ټول امدن اندازه 15 زره اؤ 424 اربه روپۍ ده اؤ راتلونکي مالي کال کې د ټیکسونو له لارې د 11 زره اؤ113 اربه روپو راټولولو اټکل شوی.