د پي ټي آی د قامي او صوبايي اسمبلۍ غړي: په وزيرستان کې ډرون حمله شوې، بېرسټر سېف وايي نه ده شوې

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) د حکومت مشير اطلاعات بېرسټر سېف ویلي، په وزیرستان کې ډرون بريد نه دی ‏شوی، خو له دې وړاندې هم د پي ټي آی د جنوبي وزيرستان نه د صوبايي اسمبلۍ غړي اصف مسيد او د قامي اسمبلۍ غړي اسد قېصر ویلي وو، په جنوبي ‏وزيرستان کې ډرون بريد شوی وو.‏

په ‏‎14‎مه مې خبر ورکړل شوی وو چې د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا د بر جنوبي وزيرستان په تنګي بودينزۍ سيمه کې په کور کې چاودنه شوې ‏او د کورنۍ څلور تنه پکې وژل شوي او يوه ماشومه پکې ژوبله شوې وه.‏

په وژل شوو او ژوبلو کسانو کې مور، پلار او د هغوي درې ماشومان شامل وو، د پېښې پرضد ځايي خلکو احتجاج کړی او ويلي یې وو، دا ډرون برید وو.‏

اصف مسید د اسمبلۍ په غونډه کې دعوه کړې وه، "د لدها تحصيل په تنګي بودينزۍ علاقه کې ډرون حمله شوې پينځه کسان پکې وژل شوي وو"، هغه ‏ويلي وو "د پاکستان په خاوره ډرون بريد شوی د هغې دپاره دې د حقيقت معلومولو کميټي جوړه کړل شي چې دا ډرون بريد پاکستاني ځواکونو کړی که د ‏پولې د پورې غاړې شوی يا دا د کروز ميزايل دی".‏

له دغې وروسته د قامي اسمبلۍ غړي اسد قېصر هم ويلي وو، ډرون بريد شوی پينځه تنه پکې وژل شوي او هغه یې غندنه کوي.‏

هغه ویلي وو، "د پاکستان په خپلواکۍ حمله شوې مونږ يو ازاد قوم يو چاته اجازت نه شو ورکولی چې زمونږ په خپلواکۍ حمله وکړي".‏

خو بېرسټر سېف پرون په يوه خبري غونډه کې ويلي، "اسد قېصر يا که بل چا ويلي دا د هغو شخصي معلومات کېدی شي زه د خېبرپښتونخوا د مشير ‏اطلاعات په حيثيت او استازي په توګه په ريکارډ سره وايم چې (ډرون حمله) نه ده شوې".‏

هغه ويلي، "حکومت پلټنې کړي موقعې ته رسېدلی چې دا چاودېدونکي مواد وو چاودېدلي وو".‏

د سیمې نه د قامي اسبملۍ پخواني غړي علي وزیر هم په اېکس (پخواني ټویټر) د بر جنوبي وزيرستان په تنګي بودينزۍ کې د ډرون بريد دعوه کړې وه.‏

د يادې پېښې وروسته ځايي خلکو د جسدونو سره احتجاج کړی او د ځايي انتظاميې سره د مذاکراتو وروسته یې ختم کړی وو.‏