د پاکستان بیلابیلې سیمې له سختې ګرمۍ سره مخ دي، حکومت ځینو سیمو کې سکولونه وتړل

د پاکستان بيلابيل ښارونه له سختې ګرمۍ او تودو څپو سره مخ دي او په دې لړ کې د پاکستان حکومت د هيواد په ځينو برخو کې سکولونه په عارضي توګه تړلي دي.

د پاکستان د موسمياتو محکمه وايي چې په راتلونکي کې درجه حرارت تر خطرناکه حده زياتېدای شي او په خيبر پښتونخوا، ډېره اسماعيل خان، بنو او کوهاټ سیمې د تودوخې څپو نه تر ټولو زياتې اغيزمنې کيدای شي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د تودوخې د درېوؤ څپو وړاندوينه کړې اؤ وايي يوه څپه د مئ 27 مې پورې روانه ده او دوه نورې به د جون په پیل او ورستيو کې شروع کیږي.

د پاکستان د هوا پېژندنې د ادارې مشر مهر صاحبزاده خان ډیوه سره خبرو کې وایي، تر 27م مئ پورې په درجه حرارت کې د زياتوالي امکانات دی او د هيواد په زياتره سيمو کې درجه حرارت 50 ډګري سينټي ګريډ ته پورته کيدای شي.

هغه وایي د تودوخې څپو نه ډيره اسماعيل خان، بنو او کوهاټ سیمې په پښتونخوا صوبه کې تر ټولو زياتې اغيزمنې کيدای شي.

د پاکستان په زياتره برخو کې دا وخت سکولونه د تودوخې د څپو له امله په عارضي توګه تړل شوي دي.

د دې تر څنګ چارواکو په هسپتالونو کې بيړنی وضعیت هم پځای کړی دی، ډاکټران وايي چې له تيرو څو ورځو راهیسې په هسپتالونو کې د جل وهلو مريضان سيوا شوي دي.

د اسلام اباد د پمز روغتون ميډيکل آفيسر ډاکټر شیر علي احمد ډیوه ته وایي د هیټ سټروک یا جل وهلو سره د بدن درجه حرارت يو دم سيوا شي او په بنده خوله راتلل بند شي، او تر دې وروسته مريض ته سخت د سر درد پيدا شي او په سترګو یې تیاره شي.

د پاکستان د موسمياتو محکمې ويلي، د ګرمۍ د څپې راتلو څو علتونه دي چې پکې موسمياتي بدلون، ښارونه او ابادي سېوا کېدل او د ونو يا ځنګلونو پرې کول شامل دي.

د موسمياتي بدلون له امله پاکستان د نړۍ په اغيزمن هيوادونو کې په 5م نمبر ولاړ دی.

کال 2022م کې د ویجاړونکو سيلابونو له امله په هيواد کې 3.3 مليونه خلک متاثره شوي وو.

د صحت د چارو پوهان وايي چې هيټ سټروک نه بچ کيدو د پاره دې احتياطي تدابیر خپل کړل شي او د اوبو سم استعمال دی وکړی شي

د ډاکټر شېر علي احمد په وینا" ډي هايډرېشن سره مريض بې هوشه کيدای شي، او مريض ته فالج هم کيدای شي، او د زړه اټيک هم ورته کيدای شي، په وينه کې د بې ترتيبۍ له کبله د مريض مړينه هم کيدا شي"

په 2022 او 2028 کلونو کې غیر معمولي زیاتې ګرمۍ د مارچ او مئ ترمنځ میاشتو کې په لسګونو کسان مړه کړي وو چې اکثره یې په سېند صوبه کې وو.

په 2015 کال کې په جنوبي صوبه کې د سختې ګرمۍ له امله تر زرو زیات کسان مړه شوي وو.