له افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې په لرې پرته تیراه سيمه کې د پاکستان د پوځ په چيک پوسته غټ وسله وال بريد شوی، لږ تر لږه پينځه عسکر پکې وژل شوي دي. په بريد کې د پينځو وسله والو برید کوونکو وژلو هم ویل شوي دي.
امنیتي چارواکو وي او اې ته د بريد تاييد کړی او ويلي یې په بريد کې شپږ عسکر ژوبل شوي هم دي
د پاکستان پوځ په رسمي توګه د برید په اړه څه نه دي ويلي، خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په تيراه کې د بريد زمه واري منلې ده.
وي او اې ډيوه په سيمه کې د پوليس چارواکو سره د بريد په اړه خبرې شوي خو پوليسو په ځواب کې ويلي، پوځ به د بريد په اړه رسمي بيان جاري کوي.
پرون د اتوار په ورځ د پېښور په حسن خېلو سيمه کې د وسله والو سره نښته کې د پوځ د یو افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي او د امنیتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې د پینځو ترهګرو وژلو دعوه شوې وه، هم وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
پوځ ويلي وو په برید کې د پوځ کیپټن حسن جهانګیر او یو حوالدار شفیق الله وژل شوي وو.
هم پرون بيا د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي وو، "د افغانستان سره ښې اړيکې غواړو خو دا په هغې صورت کې چې هغوی زمونږ سره ملګرتيا وکړي او خپله خاوره د پاکستان پرضد ترهګرۍ دپاره کارېدو نه پرې نه ږدي، هغو ته به اقدامات کول دي".
د کورنيو چارو وزير محسن نقوي يو ځل بيا تکرار کړې، "بشام کې په چينايانو بريد تحريک طالبان پاکستان کړی وو، د افغانستان نه یې منصوبه جوړه شوې وه، پاکستان دغه مسله افغانستان کې د عبوري حکومت سره راپورته کړې وه او په هغو ټينګار شوی وو چې هلته موجود ترهګر ودروي او پرضد یې کارروايي وکړي خو تراوسه پورې د هغې کومې ښې نتيجې نه دي راغلي".
هغه ويلي، "مونږ په افغانستان کې د عبوري حکومت نه غوښتنه کوو، چې بختیار شاه، قاري عبدالله او خان لالا او په خصوصي توګه د ټي ټي پي مشر نور ولي مسيد او د ملاکنډ کمانډر عظمت الله مسيد او نور مشران ونيسي، پرضد یې کارروايي وکړي يا یې پاکستان ته حواله کړي".
په 26م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.
هغه وخت تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی وو.
په اوومه مې د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري په خبري کانفرنس کې د ياد بريد په اړه ويلي وو، "په دغه بريد کې پينځه چينايي او يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، خودکش بمبار هم افغان وګړی وو، پاکستان د دغو پېښو په کلکه غندنه کوي".
د پاکستان د پوځي وياند دعوې ته په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي دغه تورونه رد کړي او ويلي يې وو، د خېبرپښتونخوا په يوه داسې سيمه کې، چې "د پاکستان د پوځ د کلک امنيت لاندې ده، د چينايانو وژل کېدل د پاکستاني امنيتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کوونکو سره همکاري په ډاګه کوي".
محسن نقوي پرون په 26مه مې د ترهګرۍ ضد ادارې (نېکټا) د چارواکو سره په ګډه خبري غونډې ته ويلي، "مونږ په خپلو پولو امنيتي اقدامات سېوا کړي خو بيا هم ترهګر په څه نه څه طريقه راتلو کې کاميابيږي، پاکستان خبر دی چې د دې په شا کوم قوتونه دي چې زمونږ او چین اړيکې خرابول غواړي".
هغه زياته کړې، "دغه قوتونه په افغانستان کې د عبوري کمزوري حکومت څخه ګټې پورته کوي، په پوله پرتو علاقو کې د ټي ټي پي په څېر ترهګرو ته ملاتړ ورکول کيږي او د هغې زمونږ سره ګڼ شواهد موجود دي، ټي ټي پي د پاکستان پرضد کارول کيږي".
په وروستیو کې ملګرو ملتونو د افغانستان د امنيت په اړه رپورټ کې ويلي، طالبان د القاعده سره نزدې اړيکې لري، او دغه ترهګره نېټ ورک په افغانستان کې نوي تربيتي مرکزونه جوړ کړي، ټي ټي پي ته اسانتياوې برابروي چې د پولې پورې غاړې ته د پاکستان ضد بريدونه وکړي.