پاکستان وایي له افغانستان سره د ښو اړیکو هیله لري خو تور لګوي چې لاقانونه تحریک طالبان د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي چې افغان طالبان یې ردوي
پاکستان وايي، له افغان حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې د تحریک طالبان مشران دې پاکستان ته وسپاري.
د افغان طالبانو حکومت څو واري د پاکستان دغه تورونه په کلکه رد کړي دي او وايي تحریک طالبان د پاکستان کورنۍ مسله ده.
تفصیل د اورنکزېب خان په راپور کې.