د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې یو فلاينګ کوچ د غره نه لاندې ژورې کندې ته لوېدلی لږ تر لږہ اووه کسان پکې مړه شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.
د ژغورنې ادارې رېسکیو 1122 تر مخه یاده پېښه د 30 مي په ماسخوتن د مالم جبې په علاقه کې شوي ده.
د رېسکیو 1122 سوات ویاندې شفيقه ګل وي او اې ډيوہ ته په پېښه کې مرګ ژوبلې تايید کړې او ويې وويل کارمندانو یې د پېښې د ځای څخه شپږ مړي او شپږ ژوبل روغتون ته منتقل کړي دي.
هغې زیاته کړہ په ژوبلو کې د درېو کسانو روغتیاي حالت مرګونی وو.
د پېښې په اړه د ملم جبې پوليس تاڼې مشر (اېس اېچ او) جاوېد اقبال وي او اې ډيوه ته وویل په ژوبلو کې یو بل تن ژوند د لاسه ورکړی او د مړو شمېره اووه ته سېوا شوې ده.
هغه وويل، د پېښې مقدمه یې درج کړې او د ګاډي لوېدو علت تېزرفتاري او د ډرايور نه بې قابو کېدل دي.
د رېسکیو 1122 سوات ویاندې وويل، فلاينګ کوچ د ملم جبې نه مينګورې ته په لار وو چې د پېښې ښکار شوی دی او موقعې ته رسېدلو کارمندانو یې ویلي ګاډی د ډېر لوړ ځای نه ژورې کندې ته غورځېدلی او په بشپړ ډول تباه شوی دی.
د خېبر پښتونخوا په زیاترو غرييزو سيمو کې اکثره دغه ډول ټرېفکي پېښې کيږي او مرګ ژوبلې پکې اوړي.
درې ورځې وړاندې د سوات سرہ په پوله غریيزہ سيمه شانګله ضلعه کې یو چيپ ګادی ژورې کندې ته لوېدلی وو.
چارواکو ویلي وو د بېلې بابا نومې علاقه کې شوې یاده پېښه کې اته کسان مړہ شوي چې پکې درې ماشومان او څلور ښځې شاملې وې.
پولیس زیاتره په دغو پېښو کې ډرائوران زمه وار ګرځوي او وايي اکثرہ په غرييزو ګرانو لارو د ډرايورانو د تېزرفتارۍ ، غفلت او د حساب نه سېوا په ګاډود وزن بارولو له امله کيږي.
خو ډراېوران بیا وایي د سړکونو د خرابۍ او تنګوالي له امله د مشکلاتو سرہ مخ کيږي او د حادثو ښکار کيږي.
په 29 مي د بلوچستان صوبې په واشک سیمه کې یو مسافر بس د تېزرفتارۍ له کبله یوې ژورې کندې ته لوېدلی او په یادہ پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 28 تنه مړہ شوي او 24 تنه ټپيان شوي وو.