پاکستان په چينايانو د بريد د پلټنو نتيجې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره شريکې کړي

د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۶مه، د خیبرپښتونخوا په شانګله سیمه کې چینایي انجنیران د ځانمرګي برید ښکار شول

پاکستان ويلي، افغانستان کې واکمنو طالبانو سره یې "په چينايانو د برید په اړه د پلټنو نتيجې شريکې کړي، او طالبانو نه یې په پېښه کې د ککړو کسانو ‏نيولو کې مرسته غوښتې ده".‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د وزيراعظم په لارښوونه د سيکرټري داخله محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي په ‏‎30‎مه مې د کابل سفر کړی او ‏افغانستان کې واکمنو طالبانو د عبوري مرستيال کورنيو چارو وزير محمد نبي عمري سره یې تفصيلي ملاقات شوی دی.‏

ويل شوي، "په ليدنه کې د بشام د ‏‎26‎م مارچ د ترهګر بريد په اړه بحث شوی، د کورنيو چارو سيکرټري د پاکستان د حکومت لخوا د بشام د بريد په اړه د ‏شوو پلټنو نتيجې شريکې کړي او افغانستان څخه یې په پېښه کې ککړو کسانو نيولو کې مرسته غوښتې ده".‏

په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏‏‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏ هغه وخت تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی وو.‏

خو د پاکستان حکومتي او پوځي مشرانو د دغه پېښې زمه واري په تحریک طالبان پاکستان ور اچولې، او تور یې لګولی چې د افغانستان خاوره په ‏دوامداره توګه د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي. ‏

SEE ALSO: چین ټینګار کړی چې په پاکستان کې دې په خپله خاوره د چینايانو او چینايي منصوبو تحفظ یقیني کړي

په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپل امنيت زمه واري په دوی نه ور اچوي.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې، "افغان لوري يو ځل بيا خپله ژمنه تکرار کړې چې د خپلې خاورې څخه به د پاکستان په ګډون د نورو هيوادونو ‏ضد ترهګرو فعاليتونو مخه نيسي".‏

او "افغان لوري د تحقيقاتو د پايلو د جايزې اخستو په خبره هم اتفاق کړی او د پلټنو منطقي انجام ته رسولو دپاره یې د پاکستان سره په ګډه د کار" کولو ‏ويلي وي.‏

ويل شوي، "دواړو خواو دا موافقه هم کړې چې د سيمې هيوادونو ته د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د مبارزې او د پاکستان لخوا راپورته شوو اندېښنو د ‏مخنيوي دپاره به په ګډه کار کوي".‏

پرون د پاکستان د فارمېشن کمانډرانو په غونډه کې "د افغانستان د لوري پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړل شوې وه".‏

SEE ALSO: ذبیح الله مجاهد: کابل اسلام آباد کې جګړه نه غواړي، د ټي ټي پي مشران افغانستان کې نشته

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع د پاکستاني پلاوي د کابل سفر او طالبانو د کورنيو چارو وزارت لومړي ‏مرستيال محمد نبي عمري سره ليدنې په اړه ويلي، "دغه تګ راتګ یې د مشکلاتو د حل او اړيکو پراختيا دپاره اغېزناکه بللی".‏

عمري ویلي، "افغانستان هسې چې د ځان دپاره امن غواړي نورو ته هم ښې هيلي لري". هغه ويلي، "مونږ د شر په سياست باور نه لرو".‏

هغه زياته کړې، "د بشام ترهګريزه پېښه بده حادثه وه، مګر ټول بايد د خپلو ساحو امنيتي زمه واري پر غاړه ولرو او د مسايلو د انحراف پر ځای واقعي ‏همکاريو ته زمينه مساعده کړو، طالبان ژمن دي چې له خپلې خاورې نورو ته د ناوړه استفادې اجازه ور نه کړي او له نورو هم ورته هيله لري".‏